ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2024
1 2 3 4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

Новости за 02.12.2024

جرمني د اوکراین پر ضد د روسیې له جګړې د چین پر ملاتړ انتقاد وکړ

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربک پېکېنګ ته له سفر مخکې د اوکراین پر ضد د روسیې له جګړې د چین پر ملاتړ انتقاد وکړ. مېرمن بايربوک پرون یکشنبې وويل، چې چين د دې پر ځای چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړي په توګه په نړۍ کې د سولې او امنيت د ټينګښت مسووليت پر غاړه واخلي، روسيې ته د اقتصادي او پوځي مرستو په ورکولو سره د اروپايي اساسي ګټو پر خلاف عمل کوي. ټاکل شوې چې مېرمن بایربوک به نن دوشنبې له چین څخه د کتنې په ترڅ کې کې له خپل چینایي سیال وانګ یی سره لیدنه ترسره کړي.

د امریکا ولسمشر خپله ژمنه ماته او خپل زوی یې وبخښه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون یکشنبې د ډسمبر په لومړۍ نېټه خپل زوی هنټر وبخښه او په دې توګه یې هغه ژمنه ماته کړه چې د ولسمشرۍ له فوق‌العاده صلاحیتونو یې د خپلې کورنۍ د غړي په ګټه د کار نه اخیستو په برخه کې کړې وه. هنټر بایډن د مالیې او د وسلې فدرالي جرمونو له امله د بند له احمتالي سزا سره مخامخ و. ډیموکرات ولسمشر مخکې په دلاور او کالیفورنیا ایالتونو کې په دوو دوسیو کې د خپل زوی له محکومېدو وروسته ویلي وو چې دی به خپل زوی ونه بخښي او نه به یې سزا کمه کړي. دغه اقدام داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې... Читать дальше...

ولې افغان ځوانان د کال په څلورو موسمونو کې له زړه تنګۍ او وزګارۍ شکایت کوي؟

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو په اوونیزې تاندې څانګې خپرونه کې د هغو ځوانانو په هکله خبرې شوي چې د ژمي په رارسېدلو سره د وزګارۍ له وجې نور هم له ستونزو سره مخ دي. په پیل کې به واورئ چې د طالبانو د دوهم ځلي واکمنۍ په پیل سره ولې افغان ځوانان د کال په څلورو موسمونو کې چې ژمی هم په‌کې شامل دی، له زړه تنګۍ او وزګارۍ څخه شکایت کوي؟ که چېرې د ځوانانو غږ وانه‌ورېدل شي او ستونزو ته یې حل‌لاره ونه لټول شي، دا کار کومې بدې بایلې درلودلی شي؟ دا خپرونه د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ... Читать дальше...

د ایران د حجاب او عفاف د نوي قانون تصویب ګڼ غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د حجاب او عفاف د نوي قانون تصویب ګڼ غبرګونونه پارولي دي. دا قانون چې تمه کېږي د ایران جمهور رییس مسعود پزشکیان یې توشیح کړي د حجاب د نه رعایت لپاره پر ښځو له ۱۵ میلیونو تر ۱۶۵ میلیونو جریمې وضع کوي. د راپورونو له مخې، هغه ښځې چې جریمه کېږي د جرمانې د نه ادا کولو په صورت کې له مالي، اداري او ټولنیزو خدمتونو بې برخې کېږي. د دغه قانون هغې مادې هم ګڼ غبرګونونه پارولي چې بهرني اتباع هم کولای شي د حجاب په برخه کې ښځو ته سپارښتنې وکړي. که څه هم په ایران کې امر باالمعروف منسوبین باید ایراني... Читать дальше...

امريکا کې يوه چينايي شرکت سلګونه منع شوي برېښنايي تجهيزات روسيې ته لېږدولي

Pa.azadiradio.com 

یوه چینایي شرکت چې د امریکا د متحدایالتونو په کالیفورنیا ایالت کې د تولید بټۍ لري، پر اوکراین د روسیې له غیرموجه یرغل راهیسې په سلګونو منع شوي برېښنایي تجهیزات یا پرزې روسیې ته لېږدولي دي. دغه برېښنايي تجهیزات په دوه ګوني ډول کارول کېږي، یعنې هم په ملکي او هم پوځي برخه کې کارول کېدای شي. دغه چینايي شرکت هغو کمپنیو ته هم دغه تجهیزات لېږلي، چې د روسیې له پوځ سره ارتباط لري او بندیزونه ورباندې لګول شوي دي. د اوکراین د معلوماتو له‌‌مخې، لږ تر لږه یوه برېښنايي پرزه د یانګژو یانګجي په نوم د ټکنالوژۍ... Читать дальше...

د بخښنې نړیوال سازمان: افغان ښځې او نجونې له ګڼو تاوتریخوالیو او زور زیاتيو سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې ویلي چې افغان ښځې او نجونې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له ګڼو تاوتریخوالیو او زور زیاتيو سره مخ دي او باید ملاتړ یې وشي. دې سازمان ویلي، له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، د افغان ښځو پر زده‌کړو له بندیز نیولې د غږ تر ممنوعیت پورې د ټولو ننګونو پر وړاندې مبارزه کړې او مقاومې درېدلي. دغه سازمان د یکشنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه دا پيغام خپور کړی دی. په دغه پیغام کې د هغه طوماریا غوښتنلیک یادونه هم شوې چې هدف یې د افغان ښځو ملاتړ او د نړیوالې ټولنې له‌خوا پر طالبانو د فشار راوړل دي. Читать дальше...