ru24.pro
World News in Pashto
Март
2024

Новости за 13.03.2024

بینېټ: د طالبانو قوماندانان خصوصي زندانونه اداره کوي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له ثانوي او لوړو زده‌کړو د نجونو او ښځو پر محرومیت سخته اندېښنه وښوده. هغه په نړیوال قانون کې د جنسیتي اپارټایډ د کلمې تدوین په تړاو وضاحت ورکړ. نور په ویډیو کې کتلی شئ:

د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي روژه کې له ګرانۍ سر ټکوي

Mashaalradio.com 

د کرښې پر غاړه خپرونه مو دا ځل د روژې له پیلېدو سره په خیبر پښتونخوا کې د ګرانۍ زیاتېدو موضوع ته ځانګړې کړې ده. د صوبې اوسېدونکي وايي چې د روزګار موقعې کمې دي او په روژه کې د شیانو بیې لوړې شوې دي چې دوی په اخیستو کې له لوی مشکل سره مخامخ دي. دا په داسې حال کې ده چې صوبايي حکومت خواوشا ۹۰۰،۰۰۰ کسانو ته په روژه کې د ۱۰، ۱۰ زره روپیو ورکولو اعلان کړی دی. په خپرونه کې پر دې غږېدلي یو چې ایا له دې ډول لنډمهاله اقداماتو سره د بې وزلۍ او ګرانۍ ستونزه هوارېدای شي؟ بشپړه خپرونه واورئ.

په خوست کې د والیبال اتلولي پای ته رسېدلې ده

Mashaalradio.com 

په خوست کې د خدمتګارو کسانو د هڅونې په موخه د مرکز او ولسوالیو د والیبال د ۶۰ لوبډلو ترمينځ يو مياشتنۍ سيالۍ پای ته رسېدلې دي. خوستي ورزشکاران د معیاري او منظمو سپورټي میدانونو کمښت له خپلو مهمو ستونزو ګڼي. هغوی دا څرګندونې په خوست کې د والیبال سياليو د اتلولۍ د پایلوبې پر مهال کړې دي. ويډيويي راپور