ru24.pro
World News in Pashto
Ноябрь
2019

Новости за 13.11.2019

تازه ترین خبرهای جهان در ستودیوی آزادی

Pa.azadiradio.com 

انفجار مرگبار در کابل دیدار پر حاشیۀ رهبران امریکا و ترکیه و فروش یک تصویر موتسارت به ارزش بیش از یک ملیون یورو اینها و خبرهای مهم دیگر را در این مجموعۀ خبری ببینید.

ازادي ستوډيو د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

یوه ورځ وروسته له هغه اعلانه چې انس حقاني راخوشی کیږي، په کابل کې خونړۍ چاودنې په غزه تړانګه کې د وژل شویو شمېر زیات شوی دی. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.

رومانیه: مېلوګان مو څاروي اوچتوي

Mashaalradio.com 

په رومانیه کې د مېلوګانو/یږانو شمېر زیات شوی چې د خلکو نه څاروي تښتوي او خوري. د دې هېواد سېنټ له دې وجې د مېلوګانو په ښکار د بندیز ختمولو فیصله کړې چې د ځنګلي ځناورو د تحفظ د ادارو له نیوکو سره مخامخ ده. د اې اېف پي ویډیو اېډیټ: منورشاه

جنوبي وزیرستان کې ماینونه اوس هم خلک وژني

Mashaalradio.com 

د بشري حقونو دفاع کوونکي وايي، په جنوبي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې د ځمکني ماین په چاودنو کې ټول ۱۱۰ کسان مړه یا ژوبل شوي دي چې ۲۱ پکې ماشومان دي. حکومتي او پوځي چارواکي ادعا کوي چې د ماینونو پاکولو کار يي پیل کړی دی خو له سیمې د پارلیمان استازي وايي په ډېرو سیمو کې اوس هم د ماین چاودنې کېږي. د کرښې پر غاړه کې خبرې کوو. کوربه شاهین بونیری دی.

د ټاکنو کمېسیون د رأیو د بیاشمېرنې او تفتیش لړۍ ودروله

Pa.azadiradio.com 

د یوشمیر انتخاباتي ټیمونو او سیاسي اړخونو له پراخو اعتراضونو وروسته، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په ټولو ولایتونو کې د رأیو د بیاشمېرنې او تفتیش لړۍ ودروله. د دغه کمېسیون چارواکو د چهارشنبې په ورځ (عقرب ۲۲مه) ازادي راډیو ته وویل، دا اقدام یې د ځینو انتخاباتي ټیمونو او سیاسي ګوندونو غوښتنو ته د رسیدګۍ لپاره کړی. د دې کمېسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمي آزادي راډیو ته وویل: "د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رهبرۍ د فیصلې پر اساس د رأیو د بیا شمیرنې او تفتیش لړۍ د انتخاباتي ټیمونو او سیاسي... Читать дальше...

د وخت بدلېدو سره د ډالیو په ورکړه کې هم بدلون راغلی

Pa.azadiradio.com 

د ډېرو شیانو په بدلېدو سره د ډالیو په ورکړه کې هم بدلون راغلی. یو وخت به مقابل لوري ته د لوړ قیمت ډالۍ ورکول کېدي، خو اوس د خلکو په وینا د کم قیمت خو لوړ ارزښت ډالۍ دود شوي دي. هیلۍ اسد په کابل ښار کې یو شمېر هغو ځایونو ته تللې چې خلکو ته یې د ډالیو د ورکړې اسانتیا برابره کړې.

"حکومت دې طالبانو سره د افغان بندیانو تبادلې لپاره هم هلې ځلې وکړي"

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د حکومت له خوا د امریکايي پوهنتون د استادانو په بدل کې انس حقاني او دوو نورو طالبانو تر ازادېدو وروسته، د افغانستان د بشر حقونو سازمان وايي، حکومت باید د افغان زندانیانو د تبادلې لپاره هم هلې ځلې وکړي.

کابل کې ځانمرګي برید ۱۲ تنه وژلي ۲۰ نور ژوبل

Mashaalradio.com 

په کابل ښار کې د نن ورځې (عقرب ۲۲مه) موټر بمب چاودنې ۱۲ تنه ووژل او ۲۰ نور يې ټپيان کړل. پېښه نن سهار شاوخوا ۰۷:۲۵ دقیقې د دې ښار ۱۵مې حوزې د "قسیم سړک" په سیمه کې وشوه.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون: د رأیو بیاشمېرنه ودرول شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو د رأیو د بیاشمېرنې او تفتیش بهیر ودرول شو. د دغه کمېسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمي ازادي راډیو ته وویل، دغه بهیر د ځینو سیاسي احزابو، نوماندانو او مدني ټولنو اعتراضونو او اندېښنو ته د رسېدنې په هدف ودرول شو. ښاغلی ابراهیمي زیاتوي چې دغه بهیر د کمېسیون تر راتلونکي هدایت درېدلی، د هغو محلونو د تفتیش او بیاشمېرنې بهیر چې د رأیو صندوقونه‌یې پرانیستي دي او د تفتیش او څېړنې لاندې دي، له دغه امر مستثنی دی. د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون هم د دغه بهیر له درېدو هرکلی کوي. Читать дальше...

ګران بییه ټماټر: ګروندګر خوشحاله، ولس پرېشانه

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د ټماټرو زیاتو نرخونو د سوات کروندګر خوشحاله کړي چې سږ کال یې د دې جوګه کړي چې راتلونکي کې فصل کرلو ته تیار وسي. خو ګاهکان وايي د دومرو قیمتي ټماټرو وس نه لري. له سواته د مشال ريډيو خبريال نياز احمدخان ویډیويي راپور وګورۍ

غزه کې د اسرائیلو هوايي برید دوه فلسطینیان وژلي

Pa.azadiradio.com 

په غزه کې د اسرائیلو په نویو هوایي بریدونو کې چې نن سهار (نومبر ۱۳مه) شوي، دوه نور فلسطینیان وژل شوي. په دې سره پر فلسیطنیانو د اسرائیل د دوو ورځنیو بریدونو د تلفاتو شمېر ۱۲ ته ورسېد. فلسطیني ملېشو په متقابل اقدام کې نن لا ډېر توغندي پر اسرائیل ویشتلي، خو د اسرائیل له لوري د مرګ ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی. دا بریدونه وروسته له هغه پیل شوي چې اسرائیلو پرون د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې یو لوړپوړی قوماندان په غزه کې وواژه. اسرائیل وایي بها ابوالعطا پر اسرائیل د څو بریدونو په پلان کې ښکېل وو او... Читать дальше...

طالبان: خوندي ځای ته د طالب بندیانو رسېدو پورې برمته استادان نه‌خوشې کوو

Pa.azadiradio.com 

طالبان وایي تر هغه به د افغانستان-امریکايي پوهنتون دوه تښتول شوي استادان خوشې نه‌کړي چې انس حقاني او دوه نور طالبان چې پرون‌یې د افغانستان حکومت د خوشې کولو اعلان وکړ، یوه خوندي ځای ته انتقال شوي نه‌وي. ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي نن (عقرب ۲۲مه) ازادي راډیو ته په یوه استولي پیغام کې دا خبره کړې ده. ولسمشر محمد اشرف غني پرون د امریکايي پوهنتون د دغو استادانو د خوشې کولو په بدل کې له بګرام زندان څخه د انس حقاني او د طالبانو ډلې دوو نورو غړو عبدالرشید عمري او ملي خان د ازادولو اعلان وکړ. Читать дальше...

کابل کې موټر بم چاودنې ۱۲ تنه وژلي، ۱۴ ژوبل

Mashaalradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وايي چې نن سهار شااوخوا ۰۷:۲۵ دقیقې د کابل ښار د ۱۵مې حوزې د قسیم سړک په سیمه کې ټونس موټر چاودنه کړې ده.

انس حقاني او د حقاني شبکې دوه نور خوشې شوي غړي څوک دي؟

Pa.azadiradio.com 

ځيني کسان د دغې تبادلې امتياز د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد ته ورکوي چې د امريکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کولو لپاره‌يې د مذاکرو رهبري کوله.

نن مولانا فضل الرحمن د 'ازادۍ مارچ' پلان ب اعلانوي

Mashaalradio.com 

د جميعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن نن پر پلان ب B د عمل کولو اعلان وکړو او د ازادي مارچ ګډونوالو ته يې وويل د پلان نقشه او ترتيب به ورته د صوبايي ګوندونو مشران په ډاګه کړي. د نوموړي وینا وه له تېرو ۱۴ ورځو راهيسې په اسلام اباد کې موجود یاست او تر هغو به دلته یاست چې بل ږغ نه وي ورباندې شوی. د احمدالله ویډيو

شمالي وزیرستان کې چاودنې ۳ پاکستاني پوځیان وژلي

Pa.azadiradio.com 

افغان پولې ته څېرمه د خېبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان قبایلي ولسوالۍ کې چارواکي وايي چې پر پاکستانیو پوځیانو بمي چاودنې دوی ته مرګ ژوبله اړولې ده. د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې د سې شنبې په ورځ ناوخته په دې اړه رسنیو ته په ورلېږلي بیان کې ویلي: "په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر بمي چاودنه شوې چې لږ تر لږه ۳ پوځیان په‌کې وژل شوي او ۱ په‌کې ټپي شوی دی." بیان کاږي، د پوځیانو پر موټر هغه مهال چاودنه شوې چې په سیمه کې یې ګزمه کوله. د پوځ مطبوعاتي څانګه وايي، امنیتي ځواکونه تر پېښې... Читать дальше...

د ترکیې او امریکا ولسمشران واشنګټن کې سره ګوري

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن په واشنګټن کې د امریکا د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري. رجب طیب اردوغان پرون واشنګټن ته ولاړ. د ترکیې ولسمشر تر دې مخکې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې واشنګټن ته تللی و چې بیا د ده ساتونکو د کردي مظاهره کوونکو پر یوې ډلې د ترکیې د سفیر کور ته نږدې حمله وکړه. اردوغان په داسې وخت کې د امریکا متحده ایالاتو ته سفر کړی دی چې د ناټو د دغو دوو غړو هېوادونو اړیکې چې له ۷۰ کلونو راهیسې ښې وې، کړکېچن شوې دي. رجب طیب اردوغان واشنګټن ته تر تګ مخکې د... Читать дальше...

ګارډین: د سولې د خبرو بیا پیلېدو ته نوې هیله پيدا شوې

Pa.azadiradio.com 

داسې ښکاري چې په دې ډول ولسمشر غني غواړي د امریکایي پوهنتون دوه استادان چې له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې له طالبانو سره برمته دي، خوشې شي او د افغانستان د سولې د بهیر لپاره اعتماد جوړولو ته زمینه برابره شي.