ru24.pro
World News in Pashto
Ноябрь
2018

Новости за 29.11.2018

په پېښور کې د زده کوونکو ساینسي مېله

Mashaalradio.com 

په پېښور کې د خېبر پښتونخوا د ساینس او ټیکنالوجۍ صوبایي محکمې لخوا د سکولونو،کالجونو او پوهنتونونو د زده کوونکیو لپاره د ساینس مېله وشوه چې پکې زده کوونکیو خپل جوړ کړل شوي شیان نندارې ته وړاندې کړل. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

افغان ځواکونو ته کتنه

Mashaalradio.com 

د افغانستان ملي ځواکونه دا مهال د داعش او طالب وسله والو سره په جګړه اخته دي. په دې جګړه کې يې ډېر زيانونه هم ليدلي دي. په دې ويډيو کې ورته کتنه شوې ده.

د ډاکټر عبدالله تصويرونه: جنجالي که تاريخي؟

Mashaalradio.com 

د افغانستان اجرايه رييس ډاکټر عبدالله د اې، ايف، پي اژانس په سټوډيو کې تصويرونه اخيستي وو چې په سوشل ميډيا يا ټولنيزو مطبوعاتو پرې ډېر بحثونه وشول. ځينو دا جنجالي بلل خو د هغه دفتر وايي دا تاريخي وو. آيا همداسې وه؟ په اړه يې د بشير ګواښ راپور

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکي وايي د کابل د پرون شپې په موټر بم چاودنه کې د یوه بهرني په شمول لږ تر لږه لس کسان وژل شوي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د یمن د جګړې د بندیدو په لټه کې دی او تمه ده د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.

«G4S» تأیید کړه چې د کابل حمله کې ۴ افغان او یو بریتانوی وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیې امنیتي شرکت «G4S» نن، پنجشنبه د نومبر۲۹مه، تأیید کړه چې څلور افغان او یو بریتانوی کارکوونکی یې په کابل کې په پرونۍ حمله کې وژل شوي او ۳۲ تنه زخمیان شوي دي.  په بیان کې نه‌دي ویل شوي چې له زخمیانو څومره کسان د بریتانيې یا د نورو بهرنیو هېوادونو وګړي او څو تنه افغانان دي.  «G4S» په افغانستان کې د بریتانوي ډپلوماتانو د امنیت ټینګولو لپاره کار کوي. د دې شرکت مشر  چارلي بربرېج ویلي چې داسې حملې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې مهم ماموریت نه شي ځنډولای.  د «G4S» امنیتي شرکت پر کمپ د حملې مسوولیت وسله والو طالبانو اخېستی دی. Читать дальше...

الېس ویلز: جنیوا کې د افغانستان په اړه وروستی بیان ډېر مهم و

Pa.azadiradio.com 

د جنوبي او مرکزي اسیا د چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس ویلز نن پنجشنبه د نوومبر په ۲۹مه، وویل چې د جنیوا په کنفرانس کې د افغانستان په اړه وروستی بیان ډېر مهم و. الېس ویلز هم په جنیوا کې د افغانستان په اړه په نړیواله غونډه کې ګډون درلود. هغې نن، پنجشنبه د نومبر۲۹مه، په بروکسل کې د ازادي راډیو له خبریال سره په ځانګړې مرکه کې وویل: "د نړۍ نېږدې ۶۰ هېوادونو موقع پېدا کړه چې سره را ټول شي او له افغانستانه خپل ملاتړ څرګند کړي." هغې وویل چې د جنیوا د غونډې پیغام دا و چې هېڅ... Читать дальше...

د وزن پورته کولو افغان لوبډله ازبکستان ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د وزن پورته کوونې افغان لوبډله د ارتانیان په نوم په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره ازبکستان ته ورسېده. د افغانستان د وزن پورته کولو فدراسیون د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې د درېیو بېلابېلو عمرونو لوبغاړو ګډون کوي. د یاد فدراسیون د معلوماتو له مخې د ارتانیان جام په سیالیو کې د ګډون لپاره لس لوبغاړي او یو روزونکی ازبکستان ته په تللي کاروان کې شامل دي. دا سیالۍ د ډیسمبر میاشتې په پنځمه نېټه پیلېږي او تر درېیو ورځو دوام کوي.

د کرکټ د «T10» په لیګ کې پښتون لوبډله د جدول په سر کې ده

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د «T10» په لیګ کې پښتون لوبډله په پنځو لوبو کې له څلورو بریاوو سره د دغو سیالیو د جدول په سر کې ده. پښتون لوبډلې تېره شپه په یوه هیجاني سیالۍ کې ماراتا ارابینز لوبډلې ته د اتو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او دې مقام ته ورسېده. د ټي ټېن لیګ په دوام نن هم دری سیالۍ تر سره کېږي. لومړی هغه يي د کرېلا او واریرز دوهمه يې د سندیز او بنګال ټایګرز او درېیمه يې هم د پښتون او پنجاب لوبډلې تر منځ په پلان کې ده. په دغه لیګ کې اته لوبډلې ګډون لري چې په‌خپل جوړښت کې يې افغان لوبغاړي هم اخېستي دي.

د زړو ګاډو مېله

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې هر کال د زړو ګاډو مېله جوړېږي. سږ کال په دې کاروان کې ۳۰ ګاډيو برخه لرله. دوی له کراچۍ روان شوي ول چې د نومبر په ۲۵ تورخم ته ورسېدل. په دې اړه د اې اېف پي ویډیو ظفرخان اېډیټ کړې ده.

د بې ځایه شوېو کورنیو لپاره د جامو د راټولولو کمپاین

Pa.azadiradio.com 

په جوزجان کې د فاریاب، جوزجان  او سرپل  د بې ځایه شوېو کورنیو لپاره د ژمنیو جامو د راټولولو کمپاین د یو شمېر رضا کاره ځوانانو له‌خوا پیل شوی او راټولې شوې جامې پر بې ځایه شوېو  کورنیو ویشي.

یوناما په هلمند کې خونړۍ پېښې د اندېښنې وړ بللي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما په هلمند کې په وروستۍ یوه اوونۍ کې خونړۍ پېښې د اندېښنې وړ بللې دي. یوناما نن پنجشنبه د نومبر ۲۹مه، پر ټویټر لیکلي چې په هلمند کې په یوه وروستۍ اوونۍ کې د کوچنیانو په ګډون د زیات شمېر ملکي وګړو د وژل کېدو معتبر راپورونه ور رسېدلي او اندېښنه لري. یوناما ویلي، د جګړې ټولې خواوې مسؤلیت لري چې د نړیوال بشري قانون پر اساس، هر وخت د ملکي وګړو امنیت ته پام وکړي. په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت امریکايي قواوو پرون تأیید کړه چې د هلمند په... Читать дальше...

يونيسکو د کالاش قبيلې يو رسم کلتوري ورثه ګرځولې ده

Mashaalradio.com 

د تعليم، ساينس او کلتور لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (يونيسکو) د پاکستان په چترال سيمه کې د کالاش قبيلې يو رسم غېر مادي کلتوري ورثه ګرځولې ده. د سوري جاګک په نوم دغه رسم د يوې ۲۴ کسيزې کمېټې پر سپارښتنه کلتوري ورثه وګرځول شو. احمد شاه اعظمي د کمېټې له غړي طارق احمد خان نه پوښتلي چې دا رسم څه دی؟

خلیل‌زاد په جنیوا کې د نړیوالې غونډې هرکلی کړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي، د اقتصادي عمل داسې پلان چې د سولې تر موافقې وروسته دې هېواد ته پانګه راوړي، ټولو افغانانو ته د سولې ګټه رسولای شي. هغه په جنیوا کې د نړیوالې غونډې هرکلی کړی دی. خلیل‌زاد نن پنجشنبه د نومبر ۲۹مه، پر ټویټر ولیکل: "دا چې نړیواله ټولنه په جنیوا کې راټوله شوه، د افغانستان حکومت‌یې اصلاحاتو ته وهڅاوه او د خپل ملاتړ ډاډ یې ورکړ، مثبته خبره ده."  د امریکا حکومت د سپټمبر په وروستیو کې زلمی خلیل‌زاد د افغانستان د سولې لپاره ځانګړی استازی وټاکه. Читать дальше...

د چین پېژندل شوی عکاس لو ګوانګ بې‌درکه شوی

Pa.azadiradio.com 

د چین پېژندل شوی عکاس لو ګوانګ بې‌درکه شوی دی. د هغه ښځې او د بشري حقونو ډلو ویلي چې لو په شینجیانګ ولایت کې و او له څو اوونیو راهیسې بې‌درکه دی. له تهدید سره مخامخ خلک په نوم ادارې چې په جرمني کې فعالیت کوي، د نومبر په ۲۸مه وویل چې لو ګوانګ درې اوونۍ مخکې د چین په شمال لوېدیځه سیمه شينجیانګ کې پولیسو نیولی و. په جرمني کې دې مدافع ډلې ویلي چې د لو ګوانګ د ژوند په اړه جدي اندېښنه لري او د هغه د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه‌یې کړې ده. د لو ګوانګ عکسونو درې واره د «وړلډ پرس فوټو» نړیواله جایزه ګټلې. Читать дальше...

د عمران خان پر تازه څرګندونو د سیاستوالو غبرګونونه

Mashaalradio.com 

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د نومبر په ۲۸مه د پنجاب په ناريوال کې له هند سره د کرتارپور راهدارۍ پولې پوري سړک جوړولو غونډې ته وينا کې وويل: ''زه د وزيراعظم په توګه، زما ګوند، ټولې سياسي پارټۍ، موږ پوځ او ټولې ادارې په يو دريځ يو او موږ وړاندي تلل غواړو.''