ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2018

Новости за 25.10.2018

د جګړې تر څنګ خلک له وچکالۍ تښتي

Pa.azadiradio.com 

وروسته له دې چې مليونونه کسان په افغانستان کې د جګړې له کبله بې ځایه شوي، اوس سلګونو زره نور د وچکالۍ له کبله کډوال کيږي. ملالۍ بشير راپور وړاندي کوي.

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

عبدالله عبدالله پاکستان ته په اشارې وايي د جنرال رازق فاتحه په هغو سیمو کې هم شوې چې د کندهار برید پکې پلان شوی و. د سي ای اې مشرې جینا هاسپل د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژنې غږونه اوریدلي دي او رزمي اتل حبیب نورمحمدوف تر ډسمبر لوبې نه شي کولای. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.

پاکستاني حکومت د بجلۍ نرخ لوړ کړی دی

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې د چارشنبي په ورځ د خزانې وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ د اقتصادي همکارۍ کمېټي په غونډه کې د بجلۍ نوي نرخ لوړولو منظوري ورکړل شوې ده.

کونړ کې د قهرمان وژنه او د کندهار پېښه وغندل شوه

Pa.azadiradio.com 

د کونړ په مرکز اسعداباد کې په لسګونه تنه ځوانانو، دیني عالمانو، دولتي چارواکو او قومي مشرانو په هلمند کې د جنرال عبدالجبار قهرمان او په کندهار کې د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د هغه ولایت د ملي امنیت د رئیس جنرال مومن حسین خیل وژنه وغندله.

د اروپا د فوټبال لیګ: ارسنال او سپورتینګ لوبډلې سره مخ کېږي

Pa.azadiradio.com 

د اروپا د فوټبال غوره لیګ سیالیو په دوام به نن شپه ارسنال او سپورتینګ ټیمونه په خپلو کې سیالۍ کوي. د اروپا د اتلولیو د لیګ د رسمي ویب پاڼې د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ به د افغانستان پر وخت د شپې په ۱۲ بجو د ارسنال په نوي فوټبال لوبغالي کې ترسره شي.

کابل کې د ووشو غوره لوبغاړو د انتخاب لپاره د سیالۍ پيل شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ووشو فدراسیون وايي چې د ووشو د تنکیو ځوانانو لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د انتخاب لپاره د ۱۲ او ۱۴ کلنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ پيل شوې. د یاد فدراسیون رئیس سید رحمن یورش نن ازادیو ته وویل، دغه سیالۍ تېره ورځ د فالو او سندا په برخو کې پيل شوي. ښاغلی یورش زیاتوي چې په دغو سیالیو کې د کابل ښار د ۵۷ کلپونو نه شاوخوا ۲۸۰ لوبغاړي ګډون لري. د افغانستان د ووشو فدراسیون چارواکي په دې څانګه کې دا ډول سیالۍ د ځوانانو د پیاوړتیا لپاره مهمې بولي او ټینګار کوي چې د دغو سیالیو غوره لوبغاړي به په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي.

د فوټبال غوره لیګ: توپان هریرود او شاهین اسمايي لوبډلې سره مخ کېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو د اووم پړاو وروستۍ لوبه نن ماښام ۵ بجې او ۳۰ دقیقي د توپان هریرود او شاهین اسمايي لوبډلو ترمنځ ترسره شي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د نشراتو مرستیال شمس امیني نن ازادي راډیو ته وویل، دا سیالۍ به د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې ترسره شي. له دې وړاندې په نیمه پایلوبو کې شاهین اسمايي میوند اتلانو او توپان هیریرود د اباسین څپې لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لاره پیدا کړې ده. د یادولو وړ ده چې تېرکال د دې سیالیو د اتلولي جام شاهین اسمايي لوبډلې خپل کړی وو. Читать дальше...

پېښور کې د ټول پاکستان ښځینه والیبال سیالۍ پیل شوې

Mashaalradio.com 

د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د ښځینه والیبال سیالۍ د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۴مه پیل شوې چې د اکتوبر تر ۲۸مې به دوام ولري. په دې لوبو کې د خېبر پښتونخوا، سیند، بلوچستان او پنجاب په ګډون نهه ډلې برخه لري. د شبیر جان ویډيو راپور

عبدالله د جنرال رازق وژنه پر افغانستان تېری بللی

Mashaalradio.com 

د افغان حکومت اجرايیه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په کندهار کې وروستۍ خونړۍ پېښې چې جنرال عبدالرزاق او جنرال مومن حسېنخېل پکې وژل شوي ول، په باب په خپله وینا کې د افغانانو دښمنان څرګند دي او هڅه کوي، چې په خپلو ورانکاريو د افغانانو يوالي ته زيان ورسوي، چې په خبره يې بريالي به نه شي.

په جېلونو کې ډېری بندیان ناروغه دي: خورشید خان

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا پخوانی مرستیال څارنوال (اټارني جنرل) خورشید خان وايي، د صوبې په جېلونو کې ډېری بندیان ناروغه دي او درملنې ته اړتیا لري. نوموړی وايي، د بندیانو د زده کړو لپاره هم د خیبر پښتونخوا په جېلونو کې هېڅ بندوبست نه شته. نوموړی وايي د وکیلانو او ججانو کمبوت له کبله په زرګونه مقدمې له کلونو راهیسې عدالتي پرېکړو ته په انتظار دي. له خورشید خان سره زموږ همکارې انیسه اجمل مرکه کړې ده.

عبدالله: په کندهار کې وروستۍ حمله پر افغانستان څرګند تېری و

Pa.azadiradio.com 

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، په کندهار کې وروستۍ حمله پر افغانستان څرګند تېری و. هغه نن پنجشنبه د اکټوبر ۲۵مه، کندهار ته ولاړ.  په کندهار کې د اکټوبر په ۱۹مه په وسله‌واله حمله کې د هغه ولایت مخکېنی امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق اڅکزی او د امنیت رئيس عبدالمومن حسین‌خېل ووژل شول او والي سخت زخمي شو. ښاغلي عبدالله وویل چې حکومت په کندهار کې د وروستۍ خونړۍ حملې په اړه جدي څېړنې کوي. عبدالله عبدالله زیاته کړه: "تاسو ډاډ ولرئ چې موږ د دې حادثې د څېړنې په برخه کې سر سري... Читать дальше...

ننګرهار کې د ملکي وګړو د وژل کېدو د ادعا په اړه څېړنې کېږي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د ۱۴ ملکي وګړو د وژل کېدو د ادعا په اړه څېړنې کېږي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی نن پنجشنبه د اکټوبر ۲۵مه ازادي راډیو ته وویل چې د ملي امنیت عمومي رئيس محمد معصوم ستانکزی هم په دې ارتباط د خبرو لپاره ورغلی دی. عطالله خوګیاڼی وايي:  "د روداتو په ولسوالۍ کې د وروستۍ پېښې د څېړنې لپاره د ولایت د اداري او مالي مرستیال په مشرۍ یو پلاوی استول شوی چې هلته نږدې څېړنې وکړي. همداراز د ملي امنیت رئیس له نورو همکارانو سره دلته راغلی، څو په دې اړه څېړنې وشي او موږ... Читать дальше...

راپورونه: د طالبانو یو مشر ملا عبدالغني برادر خوشې شوی

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي د طالبانو یو مشر ملا عبدالغني برادر چې په پاکستان کې نظر بند و، خوشې شوی دی.  اسوشیټېډ پرس خبري اژانس د پاکستان د استخباراتو د ادارې د چارواکو په حواله ویلي چې ملا عبدالغني برادر د ډېرو مذاکرو او خبرو په پایله کې خوشې شوی دی.  د وسله‌والو طالبانو یوې معتبرې سرچینې ویلي چې ملا برادر په یوه کور کې نظربند و، ازاد شوی او د خپلې کورنۍ له غړو سره‌یې کتلي دي. دې سرچینې نن پنجشنبه د اکټوبر ۲۵مه ازادي راډیو ته وویل چې هغه د بډوډو ناروغي لري او صحت‌یې ډېر ښه نه دی. د طالبانو دې سرچینې... Читать дальше...

ډونالد ټرمپ: رسنۍ دې له نه‌ختمېدونکې دښمنۍ لاس واخلي

Pa.azadiradio.com 

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پر رسنیو غږ وکړ چې له نه‌ختمېدونکې دښمنۍ څخه لاس واخلي. ټرمپ دا خبرې نن سهار  پنجشنبه د اکټوبر ۲۵مه، د امریکا د استخباراتو ادارې د راپور په اړه په وینا کې کړې دي.  د امریکا د استخباراتو ادارې پرون وویل چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما او د بهرنیو چارو د مخکېنۍ وزیرې هېلري کلېنټن په ګډون یو شمېر مخکښو ډموکراتانو ته مشکوک بمونه وراستول شوي دي. دې ادارې وویل چې لږ تر لږه ۴ بستې چې مشکوک بمونه په‌کې وو، په لاس ورغلي دي. دې مسئلې په امريکا کې چې د نومبر پر ۶مه انتخابات کېږي، سیاسي کړکېچ زیات کړی دی. Читать дальше...