ru24.pro
World News in Pashto
Апрель
2018

Новости за 27.04.2018

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه وشوه او د افغانستان سوله یې یوه د بحث وړ موضوع وه، شمالي او جنوبي کوریا هوکړه وکړه چې سوله کوي او کوریا ټاپووزمه به اغیر اټومي کړي او په چین کې د ژینګ ژو هوايي نندارې وشوې. د ازادي سټوډیو دا خبرونه د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون هم کتلی شئ.

غني: افغان وژنه باید نوره بنده شي

Mashaalradio.com 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې چې د افغانانو کومه وینه تویدنه روانه ده باید نوره بنده شي.

پاکستانۍ میډیا تر دړکو لاندې ده

Mashaalradio.com 

د بې پولې خبریالانو سازمان په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې په اسیا کې تر ټولو فعاله میډیا د پاکستان ده خو اوس په هېواد دننه د طاقتورو ډلو له خوا د دړکو ښکار ده.

مدثر جمال په غشو ویشتلو کې جایزې ګټلي دي

Mashaalradio.com 

مدثر جمال د پېښور اوسیدونکی دی او د غشو ویشتلو په سیالیو کې یې یو شمېر جایزې هم ګټلې دي چې د سرو زرو میډال هم پکې شامل دی. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

میرضیایف: د ازبکستان د کابینې وزيران به ولاياتو ته انتقال کړو

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وايي، د هېواد د کابینې وزيران به ولاياتو ته انتقال کړي چې د عادي خلکو د ژوند له ستونزې په‎خپله تجربه کړي. میرضیایف ونه ويل چې کوم وزيران به له پلازمېنې نورو سیمو ته ولېږل شي او د څومره وخت لپاره خو وېې ويل په‎دې اړه به ډېر ژر رسمي امر وکړي. د ۲۰۱۶میلادي کال له ډیسمبر راهيسې چې میرضیایف د ولسمشر په توګه ټاکل شوی، پر حکومتي چارواکو تور پورې کړی چې له حقيقته لېرې او کبرجن دي. میرضیایف له ۱۱ ولسوالانو څخه وغوښتل چې د خلکو د ژوند د پرمختګ په برخه کې کار وکړي، کنه خپلې دندې به له لاسه ورکړي.

غزني چارواکي: په مرکز کې د طالبانو د ځپلو په هدف عملیات پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

د غزني ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز د وسله‎والو طالبانو د ځپلو په هدف عملیات پیل شوي چې بهرني ځواکونه يې هم د هوا له لارې ملاتړ کوي. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن د جمعې په ورځ ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې افغان ګډو ځواکونو دغه عملیات تېره شپه د دغه ولایت په خشک نومې سیمه کې پیل کړي. نوموړی وايي چې د یادوعملیاتو پرمهال تراوسه ګڼې سیمې له وسله‎والو طالبانو پاکې شوي او دغه راز ګڼ وسله‎والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. خو په خبره يې دقيق شمېر نه‎دی معلوم. وسله‎والو طالبانو تراوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.

د لوګر پوليس: د یوه طالب قوماندان په ګډون ۶ وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د لوګر پوليس د طالبانو د يوه مهم قوماندان په ګډون د دې ډلې د شپږو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي. د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې دا طالبان نن جمعه د خپلمنځي شخړې په نتيجه کې په پادخواب شانه سیمه کې وژل شوي دي. وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

ننګرهار چارواکي: په خوګياڼو کې شپږ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولايت ځايي چارواکي وايي چې د ملي امنيت ځواکونو د عملیاتو پرمهال په خوګياڼو ولسوالۍ کې شپږ طالبان وژل شوي دي. د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي نن ازادي راډيو ته وويل چې دا عملیات پرون بنجشنبه ماښام شوي دي. د خوګياڼو ولسوالۍ په ادوړ سيمه کې تېره شپه د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو له لوري عملیات ترسره شوي دي. د زرين په نوم د یوه ماين جوړوونکي په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د ده په وينا، په دغو عملیاتو کې يو وسله وال طالب ټپي شوی او دوه نور مشکوک کسان نيول شوي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

شمالي او جنوبي کوريا: کوريا ټاپو وزمه به له اټمي وسلو پاکوو

Pa.azadiradio.com 

د شمالي او جنوبي کورياوو مشرانو ژمنه وکړه چې کوريا ټاپووزمه به له اټمي وسلو پاکوي. د جنوبي کوريا ولسمشر مون جه اېن او د شمالي کوريا له ولسمشر کېم جونګ اون له اټمي وسلو څخه د کوريا ټاپو وزمې د پاکولو په اړه جدي او ريښتوني خبرې وکړې. دا خبره د جنوبي کوریا د ولسمشر د دفتر وياند نن وکړه. "لکه موږ چې ډېر ښه بحثونه وکړل، زه باور لرم دا به د جنوبي او شمالي کوریا د خلکو او همدا راز د نړۍ د خلکو لپاره ښه ډالۍ وي." کېم جونګ اون لومړی شمالي کوریايي مشر دی چې د ۱۹۵۳میلادي کال د جګړې راهيسې يې د جنوبي کوریا پر خاوره پښه ايښې. Читать дальше...

نيکول پاشينيان په ارمنستان کې د لاریونونو د دوام ژمنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان د حکومت د مخالفينو مشر نيکول پاشينيان د لاریونونو د دوام ژمنه کړې ده. دا وروسته له هغه چې صدراعظم کارن کاراپتیان له پاشينيان له لیدو ډډه وکړه.  پاشينيان مخکې له ولسمشر ارمن سارګسیان سره د روان سیاسي بحران پر حل لارو خبرې وکړې.  ده سرپرست صدراعظم کارن کاراپتیان ته بلنه ورکړې چې نن ورسره پر همدې موضوع خبرې وکړي، خو هغه دا بلنه ونه منله. د کارن کاراپتیان وياند ويلي چې له پاشينيان سره مذاکرات به د يوه اړخېزې مذاکرې په مانا وي او بل لوری به خپل دريځ نه شي مطرح کولای. پاشينيان او ولسمشر... Читать дальше...

د امريکا نوی د بهرنیو چارو وزير مایک پومپئو بروکسل ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د امريکا نوی د بهرنیو چارو وزير مایک پومپئو ته د ناټو متحدانو سره د خبرو لپاره نن بروکسل ته رسېدلی دی. دی به له ناټو متحدانو سره په اروپا کې د روسيې پر تېري خبرې وکړي. پومپئو د بهرنیو چارو وزير په توګه تر ټاکلو يوه ورځ وروسته بروکسل ته سفر کړی. پومپئو د پوځ پخوانی افسر او جمهوري غوښتونکی د کانګرس غړی پاتې شوی دی. ده له تېرو ۱۵ مياشتو راهيسې د «سي.ای.اې» د رئیس په توګه دنده لرله. پومپئو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له وفادارو ملاتړيو څخه بلل کېږي. په بروکسل کې د ناټو هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو... Читать дальше...

دفاع وزارت: بېلابېلو عملیاتو کې ۹۳ سخت دريځې وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په جلا عملیاتو کې د يوه تش په نوم ولسوال، يوه ځايي قوماندان او څلورو داعشيانو په ګډون ۹۳ سخت دريځې وژل شوي او ۷۴ نور يې ټپيان شوي دي. د افغانستان دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، دا عملیات په ۲۴ ساعتو کې په ننګرهار، لغمان، کونړ، کاپيسا، غزني، خوست، لوګر، غور، بلخ، تخار، بغلان، سمنګان او هلمند کې د هوايي او توپچي ځواکونو له‎خوا شوي دي. اعلاميه زیاتوي، په تېرو ۲۴ ساعتو کې ۱۱ تصفيوي عملیات پلان شوي، په ۱۲ ولايتونو کې ۷۰ ځانکړي عملیات وشول... Читать дальше...

کونړ چارواکي: بې پیلوټه الوتکې په شیګل کې ۳ داعشیان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د کونړ امنیتي مسؤلین وايي، تېره شپه د نړیوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې په شیګل ولسوالۍ کې برید کړی او د داعش درې غړي يې وژلي دي. د کونړ د امنيې قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه یوه بجه د نړیوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د شیګل ولسوالۍ اړوند د موڼې په سیمه کې برید کړی. هغه وايي، په یاد هوايي برید کې ولسي وګړو ته کوم زیان نه‎دی اوښتی. تر اوسه د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې د تېرې شپې هوايي برید په اړه څه نه‎دي ویلي.

لغمان: ولس د نوملیکنې د بهير ملاتړ وکړ

Mashaalradio.com 

په لغمان ولایت کې د يوې غونډې په ترڅ کې په زرګونو کسانو د ټاکنو لپاره د نوملیکنې له بهيرهد ملاتړ تر څنګ ژمنې وکړې چې خپلې تذکرې به راجستر کوي او په راتلوونکو ټاکنو کې به خپلې رايې استعمالوي.