ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2019

ډونالد ټرمپ او کېم جونګ اون په ویتنام کې سره ولیدل

0
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر او د شمالي کوریا مشر نن د ویتنام په پلازمېنه هانوې کې دوه ورځنۍ لیدنه پیل کړه.


دواړه مشران به سبا د پیونګ یانګ د اټمي وسلې او د توغندویي پروګرام په اړه خبرې وکړي.


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ خبریالانو ته وویل چې فکر کوي دا خبرې به‌یې ډېرې بریالۍ وي.


دا تر یوه کال په کمه موده کې د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو دوهمه لیدنه ده.


ډونالد ټرمپ او کېم جونګ اون د ۲۰۱۸ میلادي کال په جون میاشت کې په سنګاپور کې سره لیدلي وو.


په هغې غونډه کې دواړو لورو د کوریا ټاپو وزمې د اټمي وسلې او د پیونګ یانګ د توغندویي پروګرام پر مخنیوي موافقه کړې وه، خو له هغه راهیسې په‌دې کار کې د پام وړ پرمختګ نه‌دی شوی.