ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2019

د ایران ولسمشر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر استعفا رد کړه

0
د ایران ولسمشر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد جواز ظریف استعفا رد کړه.


حسن روحاني په یوه لیک کې چې نن د ایران د حکومت پر رسمي وېب‌سایټ خپور شو لیکلي چې د جواد ظریف استعفا د هېواد په ګټه نه‌ده.


ولسمشر ښاغلي ظریف ته په خطاب کې لیکلي:


"ته زما او د ټول اسلامي دولت او مخصوصاً د مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي د باور وړ یې."


ولسمشر د ایران د بهرنیو چارو وزیر څخه غوښتي چې په قوت او جرأت سره خپلې دندې ته دوام ورکړي.


ظریف د فبرورۍ پر ۲۵مه داسې مهال استعفا وړاندې کړه چې د دې هېواد د سخت دریځو له‌خوا تر فشار لاندې وو.


هغوی د نړۍ له شپږو قدرتونو سره د ایران د اټمي تړون په برخه کې د جواد ظریف پر رول انتقادونه کول.


د امریکا متحده ایالات د ۲۰۱۸ میلادي کال په مې میاشت کې له‌دې تړونه ووت او پر ایران‌یې نور بندیزونه ولګول چې له دې سره د دغه هېواد اقتصادي بحران او سیاسي وضعیت خراب کړ.


نیمه دولتي اژانس ایسنا راپور ورکړی چې جواد ظریف نن په هغو مراسمو کې ګډون وکړ چې تهران ته د ارمنستان د صدراعظم د ورتلو د هرکلي لپاره جوړ شوي وو.