ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2019

د جرمني یوې محکمې یوه تورن افغان ته برائت ورکړ

0
د جرمني یوې محکمې هغه افغان ته برائت ورکړ چې د طالبانو سره په اړیکو درلودلو تورن و.


د جرمني یوې محکمې د یوه ۲۲ کلن افغان د پناه غوښتنې اسنادو د ارزولو پر مهال تور لګولی و چې نوموړي په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په افغانستان کې له طالبانو سره اړیکې درلودې.


د جرمني «Stuttgart» شټوتګارت محکمې د چهارشنبې په ورځ په‌دې اړه د کافي شواهدو نه‌درلودلو له کبله د ترورېستي سازمان د غړیتوب او د وسلو د کنټرول قوانینو د نه‌مراعتولو تورونو په برخه کې دغه افغان ته برائت ورکړ. 


پر هغه تور و چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې یې لږ تر لږه ۶ میاشتې له طالبانو سره تېرې کړې دي، موټر یې تلاشي کړی او د ځانمرګي بریدونو د زده‌کړې لپاره پاکستان ته استول شوی وو.


دغه افغان وروسته جرمني ته تښتېدلی وو.