ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2019

په هرات کې د یوه دیني دارالعلوم زده کوونکي یو پولیس سرتېری وواژه

0
په هرات کې د دیني زده کړو د یوه دارالعلوم زده کوونکي پر پولیسو وسله وال برید کړ چې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی.


د هرات امنیه قوماندان امین الله امرخېل وایي، دا پېښه د هرات په ختیځ کې په شیدایي سیمه کې شوې ده.


د ښاغلي امرخېل په خبره، پولیس لومړی ټپي شوی و او په روغتون کې یې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه.


ښاغلي امرخېل زیاته کړه:


"نن لس بجې په شیدایي سیمه کې دغه ترورېست چې په غیاثیه دارالعلوم کې زده کړه کوي، زموږ یو سرتېری چې رخصت یې اخيستی و او غوښتل یې چې د خپلې کورنۍ یو غړی کلنیک ته بوځي، د دې زده کوونکي له خوا تعقیب او ټپي شو."


پولیسو تر اوسه په دې تړاو د یوه کس د نیول کېدو خبره کوي.


د هرات امنیه قومانداني وایي، احتمال شته چې ترورېستي شبکه په دې دارالعلوم کې ځای پر ځای شوې وي.