ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2019

چارواکي: په سرپل کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي

0
د سرپل چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د ولید ۳۶په نوم عملیاتو کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.


دغه عملیات له دوو ورځو راهیسې د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې پیل شوي وو چې تر اوسه دوام لري.


د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني په یوه خبري غونډه کې نن وویل چې په دې عملیاتو کې هوایي او ځمکني قواوې ګډون لري.


د ښاغلي اماني په خبره، په وژل شویو طالبانو کې د ګلبدین او محاذ په نوم د هغوی دوه قوماندانان هم شامل دي.


 طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.