ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2019

د طاق ظفر فوټبال لوبډلې پامیر لوبډلې ته ماته ورکړه

0
په کابل کې تر ۱۸ کلنو د کم عمره افغان ځوانانو د فوټبال لیګ سیالیو په پرانيستونکې لوبه کې طاق ظفر لوبډلې پامیر لوبډلې ته ماته ورکړه.


د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغه لوبه کې د طاق ظفر لوبډلې د پامیر لوبډلې ته ۴ د صفر په وړاندې ماته ورکړه.


ټاکل شوې چې د دغو سیالیو د سبا ورځې په لوبه کې د اردو لوبډله د رسالت لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته لاړه شي.


دغه سیالۍ د اتو لوبډلو په ګډون د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې ترسره کېږي.