ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2019

د روسيې په سایبریا کې چاودنې لږ تر لږه ۲ کسان وژلي

0
د روسيې په سایبریا کې د استوګنې په یوې ودانۍ کې چاودنې لږ تر لږه ۲ کسان وژلي دي.


د روسيې د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي دي چې دا چاودنه تېره شپه د طبیعي ګازو له امله شوې ده او ودانۍ ته يې هم زیان اړولی دی.


د تیرې جنورۍ میاشت په ۱۳مه نېټه د روسيې په روستوف سیمه کې د طبیعي ګاز په چاودنه کې پینځه کسان وژل شوي وو.


دغه راز د ۲۰۱۹ میلادي کال د پیل په ماښام د روسيې د اورال په غرنۍ سیمه کې یوې چاودنې ۳۹ کسان ووژل چې د روسيې چارواکو په وینا د طبیعي ګاز له امله وه.