ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2019

په کابل کې له ۱۸ کلونو د کم عمره ځوانانو د فوټبال لیګ پیلېږي

0
په کابل کې له ۱۸ کلونو څخه د کم عمره ځوانانو د فوټبال لیګ پیلېږي.


د افغانستان د فوټبال فدراسیون د دې مطلب له بیان سره وايي، د فوټبال لیګ په‌دغو سیالیو کې به له کابل ولایت څخه اته مخکښه لوبډلې ولوبېږي.


د یاد فدراسیون د مطبوعاتو امر شفیع شاداب ازادي راډيو ته وویل، سیالۍ د راتلونکي شنبې په ورځ پیلېږي.


ټاکل شوې دا سیالۍ د فوټبال فدراسیون په سټډیوم کې پیل شي.


د فوټبال فدراسیون دا سیالۍ داسې وخت اعلانوي چې همدا تېره اوونۍ دغه فدراسیون د کابل په کچه د مېرمنو لوبډلو تر منځ سیالۍ هم تر سره کړې.