ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2019

افغان کرکټ لوبډلې د هند دهرادون ته له رسېدو وروسته تمرینات پیل کړي

0
افغان ملي لوبغاړو، د هندوستان دهرادون ښار ته له رسېدو وروسته خپل تمرینات پیل کړي دي.


د کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي هغه لوبغاړي چې تراوسه په نورو ځایونو کې په سیالیو بوخت وو، هندوستان ته رسېدلي او د ملي لوبډلې په تمریناتي کمپ کې شامل شوي دي.


افغان کرکټ بورډ همدا روانه اوونۍ د بېګ‌باش په لیګ کې له بوختو افغان لوبغاړو غوښتي وو چې له ایرلېنډ سره د لوبو په‌خاطر د ښه چمتوالي لپاره د ملي لوبډلې په تمریناتي کمپ کې برخه واخلي.


محمد نبي عیسې خېل، راشد خان ارمان او مجیب ځدراڼ هغه افغان لوبغاړي دي چې د سږکال په بېګ باش لیګ سیالیو کې لوبېدل.


د ملي لوبډلو د تمریناتو لړۍ داسې مهال پیل شوې چې ملي لوبډله به د روانې فبروري میاشتې په ۲۱مه د ایرلېنډ پر وړاندې درې نړیوالې شل اوورېزې، پنځه نړیوالې یو ورځنۍ او د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ ټېسټ لوبې پیلوي.


دا سیالۍ نږدې یوه میاشت وخت نیسي.