ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2019

افغان چارواکي: په کندهار او زابل کې ۹ طالبان وژل شوي

0
افغان چارواکي په کندهار او زابل ولایتونو کې وسله‌والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي. 


په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو د کندهار په نېښ او د زابل په ارغنداب او میزانې ولسوالیو کې عملیات کړي دي.


د اعلامیې له مخې په‌دغو عملیاتو کې ۹ طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.


وسله‌والو طالبانو تراوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.


په‌دې اعلامیې کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې یادونه نه‌ده شوې.