ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2019

د هلمند چارواکي: په ورځني ډول ۱۳۴۰۰ لیتره شیدې تولیدېږي

0
د هلمند ولایت د کرنې ریاست وایي چې دغه ولایت کې په ورځني ډول ۱۳۴۰۰ لیتره شیدې تولیدېږي.


د دغه ولایت د کرنې مشر زلمي الکو نن ازادي راډيو ته وویل چې په ټول هلمند ولایت کې د غواګانو ۱۷۵ فارمونه موجود دي چې په کال کې ترې په زرګونه زره لیتره شیدې تر لاسه کېږي.


د ښاغلي الکو په خبره، د دغه ولایت د کرنې ریاست له لوري شااوخوا ۲۰ غواګانې بې‌سرپرسته کورنیو ته وېشل شوي چې له همدې درکه خپل کورنی اقتصاد پر مخ وړي.


د هلمند ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې په‌دغه ولایت کې په زرګونه کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول د شیدو او نورو لبنیاتو کار او بار کوي چې د خلکو اقتصاد ورسره پیاوړی شوی دی.