ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2019

عبدالکریم خلیلي په نړیوالو د سولې په پروسه کې د همکارۍ غږ وکړ

0
د افغانستان د سولې عالي شورا رئيس د نړۍ له هېوادونو غوښتنه وکړه چې د افغانستان د سولې په پروسه کې خپله همکاري زياته کړي.


د سولې عالي شورا د رئيس عبدالکريم خليلي په مشرۍ د دې شورا يو هيئت جنوبي کوريا ته تللى دى.


د دې شورا وياند سيد احسان طاهري په يوه ويډيويي پيغام کې وويل چې ښاغلي خليلي نن د سولې په نړيوال کنفرانس کې پر ګڼو مسايلو بحث کړى دى.


ده وویل:


”غوښتنه يې وکړه چې دغه هېوادونه د افغانستان د سولې پروسې د ملاتړ، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ مذاکرو د پيل لپاره خپله همکاري او د سولې عالي شورا سره خپله همږغي زياته کړي چې سيمه او نړۍ له تاوتريخوالي، ناکراريو او بدمرغيو خلاصه شي.“


د سولې عالي شورا رئيس کنفرانس ته په خپله وينا کې ويلي چې د نړۍ هېوادونه بايد وضعيت ته په کتو داسې پروګرامونه پيل کړي چې په مرسته يې د افراطيت ايډيالوژيکي ريښې وچې شي.