ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2019

د ايران سپاه پاسداران انقلاب ځواک لوېديځو هېوادونو ته خبردارى ورکړ

0
د ايران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک يوه عالي چارواکي لوېديځو هېوادونو ته خبردارى ورکړ.


دغه پوځي چارواکي وويل، که لوېديځ هېوادونه هڅه وکړي چې د ايران ميزائيل محدود کړي، تهران به مجبور شي چې د خپلو ميزائيلو د پروګرام د پياوړتيا لپاره ستراتيژيک خوځښت رامنځته کړي.


د سپاه پاسداران انقلاب ځواک مرستيال قوماندان بريد جنرال حسين سلامي دولتي ټلويزيون پرېس ته نن وويل:


"که اروپايان يا نور وغواړي چې د يوې توطيې له مخې د ايران اسلامي جمهوريت د ميزائيلو بېوسلې کول تعقيب کړي، موږ مجبورېږو چې يو ستراتيژيک خوځښت ته مخه کړو."


 


حسين سلامي زياته کړه، چې ايران د خپلو ميزاييلو ټکنالوژي د ”دفاعي ستراتيژۍ“ په توګه پرمخ بيايي.


 


تر دې مخکې ايران د کروز د نويو ميزاييلو د ”بريالۍ ازموينې“ خبر اعلان کړ، چې څه باندې ١٣٥٠ کيلومتره واټن وهلى شي.