ru24.pro
World News in Pashto
Ноябрь
2018

ارګ: ژمن یو چې د ولسمشرۍ ټاکنې اساسي قانون سره سمې ترسره شي

0
ارګ نن سې شنبه د نومبر ۱۳مه وویل، د ملي یووالي حکومت متعهد دی چې د ولسمشرۍ ټاکنې له اساسي قانون او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له اعلان سره سمې ترسره شي.


د افغانستان د جمهور رئيس ویاند، هارون چخانسوري ازادي راډیو ته وویل چې په اساسي قانون کې د ولس له مطرح شویو غوښتنو پرته هېڅ بل انتخاب ځای نه‌لري.


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اعلان له مخې، ټاکل شوې چې د ۱۳۸۹ هجري لمریز کال جمهوري ریاست انتخابات به د حمل  یا وري د میاشتې په ۳۱مه، وشي. 


خو یو شمېر غربي رسنۍ په افغانستان کې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ځنډ پر امکان خبرې کوي.