ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2018

د ننګرهار په ۱۴مرکزونو کې د ټاکنو په دوهمه ورځ رأيه اچونه روانه ده

0
د ننګرهار ولایت په ۱۴ مرکزونو کې د ولسي جرګې دټاکنو په دوهمه ورځ رأيه اچونه روانه ده.


د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوګياڼى وايي، دغه مرکزونه په شپږو ولسواليو کې دي چې پرون په‎کې د رأی اچونې بهیر ناوخته پیل شوی و او یا هم د نورو ستونزو له امله تړلي پاتې وو.


د والي وياند وايي، د امنیتي ځواکونو په همکارۍ له ولسوالیو مرکز ته د انتخاباتي موادو او د کارول شوو رأیو د انتقال بهيرهم پیل شوى دى.