ru24.pro
World News in Pashto
Апрель
2018

سټولټنبرګ: ناټو به له افغانستان څخه ملاتړ ته دوام ورکړي

0
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ طالبانو ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې پیشنهاد پراخ بنسټه او بشپړ وړاندیز بللی دی.


سټولتنبرګ نن په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په درشل کې خبریالانو ته وویل:


"ناټو به له افغانستان څخه خپل پوځي او سیاسي ملاتړ ته دوام ورکړي، طالبان باید پوه شي چې د جګړې په ډګر کې به هېڅ کله بریالي نشي، موږ به د افغان امنیتي ځواکونو روزنې، مشورې او ملاتړ ته دوام ورکړو."


ټاکل شوې ده چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران سبا ته به په بروکسل کې د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.


د افغانستان په اړه د بروکسل په غونډه کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن او د افغانستان لپاره د ناټو ملکې استازي هم ګډون کوي.