ru24.pro
World News in Pashto
Апрель
2018

هوچسین: پاکستان دې د افغانستان په ثبات کې ریښتینی رول ولوبوي

0
په ناټو تړون کې د متحده ایالاتو استازې کي بیلي هوچسین ویلي اوس وخت رسېدلی دی چې پاکستان د افغانستان د ثبات او سولې په هڅو کې ریښتینی رول ولوبوي.


کي بیلي هوچسین نن له ازادي راډیو سره په ویډیويي مرکه کې وویل پاکستان د افغانستان د ثبات په مسئله کې ډېر څه کولی شي او موږ پوهېږو چې اسلام اباد افغانستان ته د اوښتونکو تروریستانو مخه نیولی شي:


"زه فکر کوم پاکستان باید په دې پوه شي چې دا هېواد د نړیوالې ټولنې لخوا د منزوي کېدو له ګواښ سره مخ دی، نړیواله ټولنه غواړي افغانستان باثباته کړي او له پاکستان غواړي چې په دې برخه کې مخکښ رول ولوبوي."


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د روسيي په سوچي پرون کې له خپل پاکستاني سیال ناصر خان جنجوعه سره په کتنه کې له اسلام اباد وغوښتل چې هغه پرېکړې او د عمل ګډ پلان عملي کړي چې دواړو هېوادونو پرې موافقه کړې ده.