ru24.pro
World News in Pashto
Апрель
2018

بې‌سرحده خبریالان: د مطبوعاتو په وړاندې د کرکې فضا پراخه شوې

0
د بې‌سرحده خبريالانو ټولنې خبردارى ورکړى چې د مطبوعاتو له ازادۍ سرغړونې نور په اقتدار غوښتونکو او ديکتاتورو رژيمونو پورې محدودې نه‌دي.


په پاريس کې دېره دغه بنسټ په ٢٠١٧ میلادي کال په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه په خپل راپور کې ويلي چې د مطبوعاتو په وړاندې د کرکې فضا ډېره پراخه شوې ده.


دغه بنسټ هر کال د نړۍ په شااوخوا ١٨٠ هېوادونو کې د مطبوعاتو د ازادۍ سطحه ارزوي.


په دې ارزونه کې د امريکا متحده ايالات هم شامل دی چې د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې يې اوس دوه نمرې کمې شوي او ۴۵م هېواد دى.


په فهرست کې:



افغانستان ١١٨م پاکستان ١٣٩م ايران ١٦٤م تاجکستان ١٤٩م راغلى دى.


راپور وايي د رسنيو په وړاندې له خصومت څخه ډک چلند د ترکيې او مصر غوندې په اقتدار غوښتونکو هېوادونو پورې نه‌محدودېږي، بلکې زيات هغه سياسي رهبران هم چې د ډموکراتيکو بهيرونو له لارې ټاکل شوي، نورو مطبوعاتو ته ډموکراسۍ د اساسي پايې په سترګه نهګوري.


د بې‌سرحده خبريالانو د بنسټ په راپور کې ناروې او سويډن د تېر کال په څېر په اوله او دوهمه درجه کې راغلي دي.