ru24.pro
World News in Pashto
Апрель
2018

عراق دوه روسۍ ښځې په عمري بند محکومې کړې

0
عراقي چارواکو وروسته له هغې د روسيې دوو ښځو ته د عمري بند سزا واوروله چې له داعش سره په اړيکو یې محکومې کړې.


دغه ښځې چې د بغداد د يوې محکمې له‌خوا پرون محکومې شوې، په اصل کې د داغستان ګڼل شوي.


دغه جمهوريت د روسيې په شمالي قفقاز سيمه کې له چچنيا سره پر پوله پروت دى.


د روسيې دولتي رسنيو راپور ورکړى چې د عراق ټلوېزيون ويلي چې د همدې محاکمې پر مهال د اذربايجان درې ښځينه اوسېدونکې او يوه قرغزۍ په بند محکومې شوې دي.


د دغو ښځو په اړه سم دلاسه نور جزئيات نه‌دي تأیيد شوي.


د فرانسې خبري اژانس بيا راپور ورکړى چې په دې لړ کې د اذربايجان پنځه ښځينه وګړې د مرګ په سزا محکومې شوې دي.


د روسيې د دولتي رسنيو او دغه راپور ترمنځ تناقض شته.


عراق په ډسمبر مياشت کې د داعش ډلې په وړاندې د بريا اعلان وکړ، دغې ډلې د عراق پر يو پر درېيمه برخه خاوره ولکه ټينګه کړې وه.