ru24.pro
World News in Pashto
Апрель
2018

 د ارمنستان د حکومت مخالفو فعالانو د ایروان یو شمېر سړکونه بند کړي

0
 د ارمنستان د حکومت مخالفو فعالانو نن دوشنبه د پلازمېنې ایروان یو شمېر سړکونه بند کړي او د دغه هېواد د صدراعظم په توګه‌یې د پخواني ولسمشر سرژ سرکسیان د انتخابېدو پر پلان اعتراض وکړ.


د ارمنستان پولیسو د اپوزېسیون نننی لاریون غیر قانوني اعلان کړ او ویې‌ویل چې هغوی د خلکو د ازاد تګ راتګ حق تر پښو لاندې کړی دی.


 د اپرېل په ۱۳مه هم زرګونه کسان په ایروان ښار کې په اساسي قانون کې د بدلونونو په اعتراض کې لارو کوڅو ته راووتل.


د دغو بدلونونو له مخې چې د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر کې تصویب شول، د ولسمشر واک کم او د صدراعظم واک پیاوړی کېږي.


د ارمنستان واکمن جمهوري غوښتونکی ګوند، سرژ سرکسیان د دغه هېواد د صدراعظم په توګه نومولی دی.


ټاکل شوې چې د دغه هېواد پارلمان د اپرېل پر ۱۷مه په دې اړه رأی‌ګیري وکړي.