ru24.pro
World News in Pashto
Апрель
2018

د ملي راډيو ټلوېزیون ویاند سردار محمد همراز له نړۍ سترګې پټې کړې

0
د افغانستان د ملي راډيو ټلوېزیون تکړه ویاند، لیکوال او شاعر سردار محمد همراز د ور پېښې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې.


د ملي راډيو ټلوېزیون د مسؤلینو په خبره مرحوم همراز څه باندې ۴۰ کاله په ملي راډیو ټلوېزیون کې د خپرونو ویاند او د نطاقانو مدیر و.


مرحوم همراز د ننګرهار او لغمان ملي راډیو ټلوېزیونو د ریاست ترڅنګ د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس هم پاتې شوی و.


د معلوماتو له مخې مرحوم همراز د ژورنالیستکي کارونو ترڅنګ کلونه-کلونه د کابل او ننګرهار په بېلابېلو لېسو او ښوونځیو کې د ښوونکي په توګه هم دندې ترسره کړي.


مرحوم يو ښه شاعر او لیکوال هم و چې ورڅخه ځینې چاپ او ناچاپ اثار هم پاتې دي.


د هنر، فرهنګ او ژورنالېزم لارویان د نوموړي مړینه د ژورنالېزم او فرهنګ په برخه کې لویه ضایع بولي.