ru24.pro
World News in Pashto
Апрель
2018

د کرنې د پراختیا د صندق یو کارکوونکی په بند محکوم شو

0
د کرنې د پراختیا د صندق «ای.ډي.اېف» یو کارکوونکی د ۲۸۵۶۰ میلیونه افغانیو په اختلاس د درنو جرمونو پر وړاندې د عدلي او قضايي مرکز د استیناف محکمې له‎خوا د چهار شنبې په ورځ د پنځه کلونو او یوې میاشتې په بند او د اختلاس شوېو پيسو په ورکړه محکوم شو.


دی د ځان په اړه د محکمې پریکړه غیرعادلانه ګڼي او په اختلاس شوېو پیسو کې د کرنې د پراختیا د صندق بهرني کار کوونکي ښکېل ګڼي.


د درنو جرمونو پر وړاندې د استیاف د محکمې قاضي انیسه رسولي وویل، دغه حکم وروستی نه‎دی او محکوم کولی شي پورته محاکمو ته مراجعه وکړي.


د درنو جرمونو پروړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز شاوخوا دوه کاله دمخه جوړ شوی چې تراوسه یې د بېلابېلو وزارتونو ځیني لوړپوړي چارواکي د فساد، اختلاس او داسې نورو جرمونو له امله محاکمه او د بند سزا یې ور اورولې ده .