ru24.pro
World News in Pashto
Апрель
2018

یوناما: د روان کال په لومړیو۳میاشتو کې ۷۶۳ملکیان وژل شوي

0
په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر په افغانستان کې د جګړو پر مهال د ملکیانو د مرګژوبلې د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.


یوناما نن په یوې اعلامیه کې د افغانستان د جګړې پر ټولو اړخونو غږ کړی دی چې د ملکي وګړو سر او مال ته جدي پام وکړي.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي مرستیالې اینګریډ هایډن ویلي د روان ۲۰۱۸ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د جګړو او تاوتریخوالي له امله ۷۶۳کسان وژل شوي او ۱۴۹۵ژوبل دي.


ملګري ملتونه وايي، دا شمېره د ۲۰۱۷کال د همدې مودې په ترڅ کې د وژل شویو او ټپي شویو ملکیانو له شمېر سره سمون لري.


د یوناما مرستیالې ویلي زیاتره ملکیان په پېچلو ځانوژونکو بریدونو کې وژل شوي دي.


دغه راز هدفي وژنې او هوايي حملې د ملکي وګړو د تلفاتو ستر علتونه دي.