ru24.pro
World News in Pashto
Апрель
2018

په الجزایر کې د یوې الوتکې د لوېدو پېښه کې ۲۵۷ تنه وژل شوي

0
د الجزاير رسنيو راپور ورکړی چې يوه نظامي الوتکه لوېدلې او په‌کې ۲۵۷تنه وژل شوي دي.


په دې الوتکه کې نظامي پرسونل سپاره وو چې نن د الجزایر په باوفریق هوايي ډګر کې راولوېده.


ویل کېږي چې د وژول شویو زیاته برخه پوځيان او د هغوی د کورنۍ غړي دي.


په وژل شويو کې د پوليساريو جبهې شپږويشت غړي هم شامل دي چې د لوېديځې صحارا لپاره له مراکشه خپلواکي غواړي.


الجزاير د دغو جلاغوښتونکو ملاتړ کوي.


د ټلوېزيوني راپور له مخې د پېښې له ځایه دود پورته کېږي.


«الجزایر ۲۴» ټلوېزیون ويلي چې دغه نظامي ترانسپورټي الوتکه له څو شېبې پورته کېدو وروسته راولوېده.