ru24.pro
World News in Pashto
Апрель
2018

د ملي اردو مسؤلین: سرپل کې د طالبانو برید ۲ سرتېري وژلي

0
په شمال کې د ملي اردو مسؤلان وايي، په سرپل کې تېره شپه د طالبانو په یوه برید کې د دوه سرتېري وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.


د ۲۰۹ قل اردو مطبوعاتي مسؤل حنیف رضايي ازادي راډیو ته وویل، امنیتي ځواکونو ته دا مرګ ژوبله د سرپل په بلغلي کلي کې د ملي اردو پر یوې پوستې په برید کې اوښتې ده.


هغه وویل، د امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.


بل لورته د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چې په دې برید کې ګڼ شمېر سرتېري وژل شوي او پوسته طالبانو نیولې ده.