ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2018

هرات کې ۴ رزه چرګان د والګي په ناروغۍ اخته شوي

0
د هرات د کرنې او مالدارۍ د ریاست مسؤلین وایي، د دې ولایت د چرګانو په دوو فارمونو کې د څېړنو ټیمونو موندلې چې شااوخوا څلور زره چرګان د والګي یا د مارغانو د انفلوانزا په ویروس اخته شوي دي.


مسؤلینو ویلي چې په دغو فارمونو کې د دغې انفلوانزا د اېچ پنځه ډوله ویروس تشخیص شوی او په نورو فارمونو کې هم څېړنې پیل شوې دي.


د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل، د دغې انفلوانزا د مخنیوي لپاره مشکوک فارمونه بند شوي او یو لړ نور تدابیر هم نیول شوي دي.


له دې مخکې په خوست کې هم په کارغانو او او نورو وحشي مارغانو کې د والګي یا انفلوانزا نښې موندل شوې وې.


د دې وېره شته چې دغه وژونکي ناروغي له مارغانو انسانانو ته انتقال شي.