یوې ځایي محکمې د ګرجستان پخوانی والي سااکاشویلي په بند محکوم کړ
د تبليسي ښار محکمې د ګرجستان پخوانى ولسمشر ميخايل سااکاشويلي په ٢٠٠٦ میلادي کال کې د وژنې د يوې قضيې په تړاو له قدرته په ناوړه استفاده مجرم وپېژاند.
محکمې دى په غياب کې په درې کاله بند محکوم کړ.
د محکمې قاضي د سااکاشويلي پر خلاف نن جمعه دغه حکم اعلان کړ چې په کې راغلي، ده له قدرته له ٢٠٠٤ میلادي څخه تر ٢٠١٣ میلادي کاله پورې د خپلې ولسمشرۍ په دوره کې ناوړه استفاده کړې ده.
ويل شوي سااکاشويلي په ٢٠٠٦م کال هڅه کړې وه چې د ګرجستان د يوه بانکر ساندرو ګيرګ ولياني د وژنې قضيه پټه وساتي او د هغه د وژنې په قضيه کې څلور محکوم کسان يې بخښلي وو.
سااکاشويلي نن دا تورونه رد کړي او وايي، سياسي انګېزه لري.