بېلابېل ګوندونه وايي حکومت او امنیتي ادارې د بلوچستان د ولس په ساتنه کې ناکامه شوي دي
د بلوچستان د وضعیت په اړه ګڼګوندي غونډې تور پورې کړی دی چې حکومت او امنیتي ادارې په هغه صوبه کې د ولس د ژوند او مال په ساتنه کې پاتې راغلي دي.
په کوټه کې د نومبر ۱۶مې ګڼګوندي غونډه جماعت اسلامي ورغوښتې وه.
د هغه ګوند صوبايي مرستیال مشر عبدالکبیر شاکر مشال راډیو ته وویل چې د بلوچستان حالات ورځ تر بلې د خرابېدو پر لوري روان دي او پکې ناامني او جرمونه زیات شوي دي. "په دې شاوخوا یوه نیمه میاشت کې تر ۱۰۰ زیات مړي شوي دي، چاودنې دي، بریدونه دي. دلته پر ځمکو قبضې روانې دي، د تاوان لپاره تښتونې کېږي. [د غونډې ګډونوال] ټول ګوندونه پر دې متفق ول چې امنیتي ادارې په دې کې لاس لري."
شاکر دا روښانه نه کړه چې امنیتي ادارې څنګه په هغه ناامنۍ کې لاس لري خو زیاته یې کړه چې د ګڼګوندي غونډې ګډونوالو د امنیت لپاره د حکومت او امنیتي ادارو اقدامات ناکافي وبلل.
تر دې مخکې هم یوشمېر مخالفو ګوندونو تور پورې کړی دی چې د بلوچستان وضعیت د امنتیي ادارې (اېسټېبلېشمنټ) د ناسمو تګلارو له وجې خراب دی. دا هغه تور دی چې د پاکستان پوځ په بیا بیا رد کړی او وايي چې نه یوازې د امنیت هڅې کوي، بلکې په دې برخه کې یې قربانۍ هم ورکړې دي.
د بلوچستان حکومت هم په بیا بیا ټینګار کوي چې د وسلوالو ډلو پرضد اقدامات کوي او د ولس خونديتوب ته ژمن دی.
د صوبې لوړپوړي یا سینییر وزیر میر ظهور بلېدي د نومبر پر ۱۶مه د پاکستان دولتي ټېلېوېژن ته وویل چې حکومت د ناامنۍ پیدا کوونکو پرضد اقدامات کوي. "حکومت د وضعیت خرابوونکو پرضد د اقداماتو هڅې کوي چې د بلوچستان امنیت بیا ښه کړي. حکومت او امنیتي ادارې د دې موخې ترلاسه کولو لپاره په ښه ډول هڅې کوي او قربانۍ هم ورکوي."
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو کلونو کې په بلوچستان کې ناامني خورا زیاته شوې ده.
د نومبر پر ۱۵مه شپې مهال په بلوڅ مېشه سیمه قلات کې وسلوالو د ملېشې ځواک پر پوستې برید وکړ چې پکې لږ تر لږه اووه سرتېري ووژل او ۱۳ ټپي شول.
بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د حملې ذمه واري منلې وه او د مشال راډیو په ګډون یې رسنیو ته په استولي بیان کې پاکستانیو سرتېرو ته د "پراخ زیان" اړولو دعوه کړې ده چې مشال راډیو یې په خپلواکه توګه نه شي تاییدولای.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د قلات برید وغنده.
تر دې څو ساعته مخکې، د نومبر پر ۱۵مه د خضدار ضلعې انتظامیې په وډ سيمه کې د وسلوالو په بريد کې د دوو وژل شویو کسانو مړي کورنیو ته وسپارل. چارواکو ویلي ول چې په هغه حمله کې درې تنه ژوبل شوي هم ول چې د خضدار په روغتون کې بستر دي.
تر هغې وړاندې د نومبر پر ۱۴مه د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې زیارت ضلعې په مانګي سيمه کې د ځمکلاندې بم په چاودنه کې دوه پوځيان ووژل او درې ژوبل شول.
داراز، د نومبر پر نهمه د کوټې د اورګاډو په تمځای کې په ځانمرګي برید کې ۲۶ کسان ووژل او له ۶۰ زيات ژوبل شول. چارواکي وايي چې د حملې له ښکار شویو څخه یې اکثر پوځیان ول. د هغې حملې ذمه واري هم بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلې وه.
په عین حال کې د پاکستان پوځ هم وخت په وخت په بلوچستان کې په عملیاتو او نښتو کې وسلوالو ته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د نومبر پر ۱۳مه په بیان کې وویل چې د نومبر پر ۱۲مه یې شپې مهال په بلوڅ مېشته کېچ ضلع کې د عملياتو پر مهال له وسلوالو سره نښته وشوه چې پکې يې څلور مشکوک وسلوال ووژل.
ای اېس پي ار وايي چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي.