د پکتیا د شولو کروندګر د ښه حاصلاتو له امله خوښ دي
د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ کروندګر وايي، چې سږ کال یې د شولو فصلونو ښه نتیجه ورکړې او پیداوار یې ډېر شوی دی. دوی له اړوندو ادارو او نړیوالو بنسټونو غواړي، چې د ښو حاصلاتو لپاره دې ورسره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو په برخو کې مرستې وشي. بل لور ته ځايي مسوولین وايي، چې دوی له بزګرانو سره د شولو د تخمونو په برخه کې مرسته کړې وه او په راتلونکي کې هم هڅه کوي، چې بزګرانو ته د کرنې په برخه کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي. ویډیویي رپورټ.