ru24.pro
Mashaalradio.com
Ноябрь
2024
1 2 3 4 5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30

د ککړې هوا له وجې په لاهور کې لومړني ښوونځي يوه اونۍ رخصت شول

0
د پاکستان پنجاب حکومت د هوا د ککړتيا او ډېر لوګي له وجې په لاهور کې لومړني ښوونځي د يوې اونۍ لپاره رخصت کړي دي. 

د پنجاب حکومت د نومبر پر درېيمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې نه غواړي د ميليونونو ماشومانو صحت ته خطر پېښ شي نو ځکه یې ابتدايه ښوونځي رخصت کړي دي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې يوه اونۍ وروسته به بیا ارزونه کوي چې دا بندیز دوام پيدا کړي او که نه. 


په پنجاب کې هوا د کروندګرو لخوا د فصلونو د پاتې شويو د سوځولو، د ګاډو د لوګو او کارخانو د دود له وجې خرابه شوې ده. خو پاکستاني چارواکي وايي دا لوګي تر ډېره په ګاونډ کې، د هند له پنجابه د هوا سره راځي. 




د پاکستان د پنجاب سينير وزیرې، مريم اورنګزیب د نومبر پر درېيمه په يوه خبري غونډه کې خبرداری ورکړ چې له هنده ورتلونکی، لوګی به روانه نور هم ډېر شي ځکه چې هلته کروندګر د فصلونو پاتې شونې سوځوي. هغې د پنجاب او په تېره بیا د لاهور پر اوسېدونکو غږ وکړ چې احتياط وکړي. "ماشومان او زاړه دې ډير احتياط وکړي. په غیرضروري ډول دې له کورونو نه ووځي."


تر دې مخکې د پاکستان پنجاب حکومت دوه ځلې ويلي چې له هند سره به پر دې مسله خبرې کوي. د صوبې وزیراعلی مریم نواز ويلي وو چې د هند له پنجاب سره د هوا ککړتيا مخنيوي لپاره شريک کار کول غواړي. هغې د اکتوبر پر ۳۰مه په لاهور کې خبریالانو ته وويل اوس وخت رارسېدلی چې د دواړو هېوادونو پنجاب صوبې يوځای شي او د هوا ککړتيا مخنيوي لپاره ګامونه واخلي.


مريم نواز ریاته کړه چې په دواړو غاړو کې کروندګرو د پټيوو د فصلونو پاتې شونې سوځوي چې له وجې یې هوا ککړېږې او خلک ناروغېږي. د نوموړې په وينا دا کومه سیاسي موضوع نه ده نو ځکه هيله لري چې هند او پاکستان به پرې مذاکرات وکړي. 


مريم نواز تر دې مخکې هم داسې وړانديز کړی وو خو د هند چارواکو څه خواب نه وو ورکړی. د يادونې ده چې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ تعلقات خراب دي او له يو بل سره د رسمي مذاکراتو کوم بهير نه لري. 


د پاکستان پنجاب حکومت د نوي پلان تر مخه د لاهور په ځينو برخو کې د رېکشو او زړو ګاډو پر ګرځېدو بندیز لګول شوی. همداراز د دفترونو کار کوونکي به نيمه اونۍ له کوره کار کوي. 


دا کال په لاهور کې هوا په بې سارې ډول خرابه شوې ده. د هوا د ککړتيا د کچ معلومونکې نړیوالې ادارې، اي کېو ايېر د اکتوبر په وروستيوو کې خپاره کړي نوملړ ترمخه، لاهور د هغو ښارونو په سر کې ځای لري چې په هوا کې یې لوګی ډير دی.