ru24.pro
Mashaalradio.com
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27
28
29
30
31

ناڅرګندو وسلوالو اسلام اباد کې د قیدیانو په ګاډو برید کې ۴ پولیس والا ژوبل کړي

0
د اسلام اباد پولیس وايي د اکتوبر پر ۲۵مه د قیدیانو په درو لېږدوونکیو ګاډو حمله شوې ده. په دغو ګاډو کې د تحریک انصاف د زنداني غړو په ګډون ټول ۸۲ قیدیان لېږدول کېدل. 

پولیسو مشال راډیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي دي چې له اسلام‌اباده بهر په سنګجاني سیمه کې ناڅرګنده وسلوالو د دوی پر بسونو حمله وکړه چې پکې څلور پولیسان ژوبل شول.


په بیان کې راغلي دي چې د حملې له کبله له دوی څخه ۱۹ قیديان وتښتېدل خو دوی بېرته ونیول. پولیس وايي د قیدیانو پر ګاډو برید د ۲۰ وسله والو کسانو لخوا په ډله ییز ډول ترسره شوی وو او پولیسو څلور کسان نیولي هم دي. 


بلخوا د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف مخکښ او د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډه پور په یوه ویډیو پېغام کې تور لګولی چې په بسونو کې د دوی د ګوند غړي وو او حمله پرې پولیسو پخپله کړې ده.


خو د پاکستان د مرکزي حکومت د اطلاعاتو وزیر عطا الله تارړ دغه تورونه رد کړي دي.


د پاکستان تحریک انصاف یاد غړي په څلورم اکتوبر په اسلام‌اباد کې د ګوند بنسټګر عمران خان د خوشې کولو لپاره د احتجاج پر مهال نیول شوي ول. پولیس وايي چې دغه کسان يې په اسلام‌اباد کې یوه عدالت ته  له وړاندې کولو وروسته اټک زندان ته لېږدول.