ru24.pro
Mashaalradio.com
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27
28
29
30
31

ایران وايي د اسراییلو په برید کې یې ۲ سرتېري وژل شوي

0
د اسراییلو حکومت وايي، د اکتوبر په پیل کې د ایران لخوا پرې د ترسره شویو بریدونو په ځواب کې ددوی هدفي او دقیق بریدونه پای ته رسېدلي دي. اسراییل وايي، په ایران کې یې د میزایلو جوړولو ځایونه په نښه کړې دي چېرته چې د هغوی په وینا ایران توغندي تولیدول او په تېر یوه کال کې یې د اسراییلو پر ضد استعمالول. بل پلو، ایران ویلي، د اسراییلو په برید کې د هغوی دوه سرتېري وژل شوي دي. نور حال د رايټرز اژانس او د نورو بیلابېلو سرچینو له ویډیوګانو نه جوړ په دې راپور کې چې فرخندې اسد جوړ کړی دی.