ru24.pro
Mashaalradio.com
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27
28
29
30
31

عبدالرحیم وزیر: قاضي یحیا اپرېدی د قانون واکمنۍ ته ژمن دی

0
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري قاضي یحیا اپرېدی د سپریم کورټ د مشر قاضي په توګه ټاکلی دی. نوموړی د پارلېمان ۱۲ کسیزې کمېټۍ په غوڅ اکثریت هغې درې کلنې دندې ته نومولی وو. د پاکستان د سپریم کورټ اوسنی چیف جسټس قاضي فایز عیسا د اکتوبر پر ۲۵مه تقاعدېږي او اپرېدی به د اکتوبر پر ۲۶مه د دندې لوړه کوي. قاضي اپرېدی تر سپریم کورټ مخکې د پېښور های کورټ مشر قاضي په توګه هم دنده ترسره کړې ده. د سپریم کورټ وکیل عبدالرحیم وزیر وايي چې قاضي یحیا اپرېدی د قانون واکمنۍ ته ژمن دی. موږ له نوموړي سره د اپرېدي پر ژوند او کار مرکه کړې ده.