ru24.pro
Mashaalradio.com
Сентябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30

تر القاعدې وروسته پیدا شوې وسلوالې ډلې نړیوال امنیت څنګه ګواښي؟

0
نن پر امریکا د سېپټېمبر ۱۱مې د حملو ۲۳ کاله پوره شول. په هغو بریدونو کې شاوخوا ۳،۰۰۰ کسان وژل شوي ول. په تېرو دوو لسیزو کې د هغو حملو مسوولې بلل شوې ترهګرې ډلې القاعدې دوه مشران اسامه بن لادن او ایمن الظواهري ووژل شول، خو پر دې سربېره اوس هم نړۍ او امریکا د ترهګرۍ له ګواښ سره مخامخ ده. په تېرو کلونو کې په نړۍ کې د اسلامي دولت (داعش) په څېر نوې ډلې پیدا شوې، طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډله هم د پرمختللیو وسلو په ترلاسه کولو نوره ځواکمنه شوې ده. دا هرڅه د نړۍ او په اټومي وسلو د سمبال پاکستان امنیت لپاره څه معنا لري؟ ځواب یې په دې ځانګړي راپور کې.