ru24.pro
Mashaalradio.com
Сентябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30

د لکي مروت پرلتوالو اباسین لویه لاره تړلې

0
د خیبر پښتونخوا په لکي مروتو کې پولیسو د سېپټېمبر پر ۱۱مه پر درېیمه ورځ هم پرلت ته دوام ورکړی دی او هلته یې کراچۍ ته تلونکې اباسین لویه لاره (انډس هایوې) تړلې ده. د دې له وجې ګڼ مال لېږدوونکي ګاډي پر سړک ولاړ دي او ډرېوران وايي چې د خوراک، څښاک د کمښت تر څنګ له یوشمېر مشکلاتو سره مخامخ دي. پولیس وايي چې تر هغو چې پوځ له ضلعې نه وي وتلی او د امنیتي چارو واک پولیسو ته نه وي سپارل شوی، پرلت ته دوام ورکوي. د پولیسو لوړپوړو مشرانو او انتظامي چارواکو له پرلتوالو سره خبرې کړې دي خو لا یې نتیجه نه ده ورکړې. پولیسو پرلت تر هغې وروسته پیل کړ چې تېره اوونۍ پر پولیسو یوشمېر وسلوال بریدونه وشول. ویډیويي رپورټ.