پاکستان له روسیې غوښتي چې ورسره دې د جنس په بدل کې په جنس سوداګري پیل کړي
![پاکستان له روسیې غوښتي چې ورسره دې د جنس په بدل کې په جنس سوداګري پیل کړي](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-d6f9-08dc9c03729f_cx0_cy9_cw0_w800_h450.jpg)
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د جولای پر درېيمه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتين سره په استانه کې د ملاقات پر وخت وويل چې د دواړو هېوادونو ترمینځ اړیکې به د سیمه ييزو حالاتو او سیاستونو له وجې اغېزمنې نه شي.