ru24.pro
Mashaalradio.com
Июнь
2024

خیبر قومي اتحاد له حکومته د هدفي بریدونو مخنیوی او امن غوښتی

0
خیبر قومي اتحاد له حکومته د هدفي بریدونو مخنیوی او امن غوښتی

د خیبر قومي اتحاد په لنډي کوتل کې د روانې بدامنۍ پرضد او د امن لپاره احتجاجي مظاهره کړې ده. د جون پر ۲۵مه په مظاهره کې قومي او سیاسي مشرانو وویل چې حکومت دې په سیمه کې په هدفي وژنو او ناامنۍ په پېښو کې ککړ کسان ونیسي او سزا دې ورکړي. دا احتجاجونه له هغې وروسته پیل شوي چې د جون په ۱۸مه په لنډي کوتل کې وسلوالو خبریال، خلیل جبران اپریدی ووژلو. د خیبر ضلعې پولیس وايي چې د خلیل اپریدی وژنې په اړه پلټنې کوي او چا ته اجازه نه ورکوي چې د سیمې امن خراب کړي. ویډیویي رپورټ