ru24.pro

World News in Pashto

Новости от Russia24.pro

Russia24.pro Каталог
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

Все новости

د ۲۰۲۶ کال په نړیوال شل اووریز جام کې د افغانستان لومړنۍ بریا

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په روان نړیوال شل اووریز جام کې د متحده عربي اماراتو ټیم مات کړ. افغان لوبډله وتوانېده د ۱۶۱ منډو هدف په شلم اوور کې د ۵ لوبغاړو په تاوان پوره کړي. په نننۍ لوبه کې لومړی افغانستان باولنګ وکړ او سیال یې ۱۶۰ منډې وکړای شوې. په توپ اچونه کې د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې ویکټې عظمت الله عمرزي واخیستې چې وتوانېد په څلورو اورونو کې د اماراتو څلور لوبغاړي اوټ کړي. هغه همداراز وتوانېد په بټنګ کې هم ښه وځلیږي او د بریا وروستۍ شاټ یې وواهه او په ۲۱ بالونو یې ۴۰ چټکې منډې وکړې. عظمت الله عمرزی د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو. Читать дальше...

د اسراییلو صدراعظم له ایران سره د امریکا هوکړه کې د ایران د اټومي پروګرام په ختمولو ټینګار کړی

Pa.azadiradio.com 

بنیامین نتنیاهو چې پرون په بیت المقدس/اورشلیم کې د امریکايي یهودانو د ټولنې مشرانو ته وینا کوله له ایران سره د امریکا د هوکړې لپاره دری شرطونه وړاندې کړل. د هغه په خبره لومړی باید د ایران ټول بډایه شوي یورانیم له دغه هېواده وایستل شي. دویم د هغه په وینا د ایران د یورانیمو د بډاینې وړتیا باید له منځه لاړه شي. هغه خپل دریم شرط د ایران د بالیستیک میزایلو پروګرام یاد کړی. تمه ده دا اوونۍ د امریکا او ایران استازي په جنوا کې بیا خبرو ته کښیني. دا خبرې د عمان په منځګړیتوب دایریږي هغه منځګړی چې لومړی وار خبرې یې په مسقط کې دایرې کړې وې.

د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان پلازمېنه استانه نن د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د څلورو هېوادونو د ځانګړو استازو د دویمې غونډې کوربنه ده. د قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان دغه ډيپلوماتان د افغانستان په اړه د تماس ډلې تر چتر لاندې سره راټول شوي او د بحث وړ مسایل یې د افغانستان سیاسي او اقتصادي وضعیت او دغه هېواد کې شته ننګونې دي. د تماس دغه ډله د ازبکستان په نوښت ۲۰۲۵ کال کې رامنځته او د همدغه کال د اګست په ۲۶مه یې لومړنۍ ناسته په تاشکند کې ترسره شوه. دغه هېوادونه که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني، خو له طالبانو سره سیاسي او اقتصادي تعاملات لري.

د کراچۍ له زندانه د څه باندې ۱۰۰ افغانانو خلاصون

Pa.azadiradio.com 

څه باندې سل تنه افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې او افغانستان ته استول شوي. دا خبره په کراچۍ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ کړې ده. د دې قونسلګرۍ په خبره ۱۰۵ افغانان چې پکې لس ماشومان هم شامل وو د چمن سپین بولدک له لارې د دوشنبې په ورځ افغانستان ته انتقال شوي. دوی شاوخوا یوه میاشت هلته په بند کې تېر کړي وو. تر دې مخکې هم د روانې اوونۍ په پیل کې لږ تر لږه ۲۰۹ افغان بندیان د کراچۍ له زندانونو خوشې شوي وو. اکثر دا افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور د پاکستاني پولیسو له خوا بندیان شوي وو. Читать дальше...

د ۷۰۰ ویکټو ریکارډ د راشدخان په نوم شو

Pa.azadiradio.com 

راشدخان په شل اووریزو لوبو کې د ۷۰۰ ویکټو ریکارډ جوړ کړ. د افغانستان د کرکټ ملي ټیم کپټان او د نړۍړ په کچه پيژندل شوي باولر راشدخان دغه ریکارډ ته له متحده عرب اماراتو سره د افغانستان په نننۍ لوبه کې ورسېد. راشدخان په ۵۱۳ شل اوریزو لوبو کې ۷۰۰ ویکټې اخیستي. دا په شل اورویزو لوبو کې یو نړیوال ریکارډ دی.

په استانه کې د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو ناسته جوړه کړې

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان پلازمینه استانه نن دوشنبې د (فبروري ۱۶مه) د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د څلورو هېوادونو د ځانګړو استازو د تماس ډلې د دویمې غونډې کوربنه ده. د قزاقستان د حکومت رسمي ویب پاڼې د فبرورۍ په ۴مه د دې ناستې د جوړیدو خبر ورکړی و. په خبر کې د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشوف د قزاقستان له سفیر بیبوت اتمکولوف سره په یوې لیدنه کې د غونډې د جوړیدو په اړه خبرې او توافق کړې وو. د منځنۍ اسیا څلورو هېوادونو قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان... Читать дальше...

یونیسیف؛ تیرکال نژدې ۲۳میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړمن وو

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ماشومان د ساتنې نړیوال صندوق (یونیسف) وايي، "تیرکال نژدې ۲۳میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړمن وو". دغه صندوق د یکشنبې په ورځ د (فبروري۱۵مه) د خپل کلنې راپور په خپرولو سره ویلي،"په ۲۰۲۵کال کې ۲۲،۹ میلیونه افغانانو بشري مرستو ته اړتیا درلوده چې څه ۱۲میلیونه يې ماشومان وو". د یونیسیف په ټکو، په افغانستان کې د روان بشري بحران اصلي لاملونه له زده کړو او کار د ښځو او نجونو راګرځول، اقلیمي بدلون، اقتصاد رکود او بې روزګاري دي. د یونیسیف په راپور کې وړاندې راغلي چې د بودیجې کمښت د روغتیا،... Читать дальше...

د عمران خان پلویانو له پېښور څخه پنجاب ایالت ته تلونکې لارې تړلي دي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د تحریک انصاف (پي ټي ای) ګوند غړو او د عمران خان پلویانو له پېښور څخه پنجاب ایالت ته تلونکې لارې تړلي دي. د دغه ګونډ غړو له حکومته غوښتي چې پخوانی صدراعظم او د دغه ګوند بنسټګر عمران خان په روغتون کې بستر کړي. د راپورونو له مخې، د ناورغۍ له کبله د عمران خان د یوې سترګې دید خورا کم شوی دی. درې ورځې کیږي چې د عمران خان پلویانو په ډېره اسماعیل خان، کواټ او اټک کې پنجاب ته تلونکې ټولې لارې د تګ راتګ په مخ تړلي دي. د دغو اعتراضونو له کبله زرهاوو موټرې په لارو کې بندې پاتي دي. د راپورونو له مخې،... Читать дальше...

روبیو؛ له ایران سره د جګړې پرتله دپیلوماسۍ ته اولویت ورکوو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له ایران سره پر ډیپلوماټیک چلند ټینګار کړی دی. هغه چې د یکشنبې په ورځ د (فبروري ۱۵مه) د سلواکیا په پلازمینه براتیسلاوا کې په یوه خبري کنفراس کې خبرې کولې وویل،"ولسمشر ټرمپ ایران ته ښکاره ویلي چې مذاکراتو ته د جګړې پرتله اولویت ورکوي". هغه وړاندې وویل،"هیڅ څوک نه دي توانیدلي چې له ایران سره بریالی تړون ولري، خو موږ خپله هڅه کوو". له دې مخکې ایران له امریکا سره د خپل اټومي پروګرام په اړه د یوې هوکړې د ترلاسه کولو امکان مطرح کړی. د ایران د بهرنیو چارو مرستیال... Читать дальше...

د اقدام نړیوالې ورځې په مناسبت په دریو لوېو ښارونو کې د ایرانیانو اعتراضونه

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا په تورنتو ښار کې په زرهاوو ایرانیان سړکونو ته راوتي او د اعتراض غږ پورته کوي. پولیسو د دې کسانو شمیر۱۵۰ زره اعلان کړی. په لاس نجلس کې په سلهاوو ایرانیان راټول شوي دي. دغه ایرانیان د اقدام د نړیوالې ورځې په مناسبت او د ایران د پخواني پاچا د زوی رضا شاه پهلوي په غوښتنه سړکونو ته راوتلي څو په ایران کې له معرضینو ملاتړ وکړي. په لاس نجلس او تورنتو ښارونو او د نړۍ په بل اړخ، د جرمني په مونیخ ښار کې سړکونو ته د ایرانیانو دا راوتل د ایران د اوسني حاکم نظام پر وړاندې تر ټولو لوی لاریونونه او راټولیدنې دي.