ru24.pro
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د لبنان پر یوه روغتیایي مرکز د اسراییل برید ۱۲ روغتیایي کارکوونکي وژلي دي

0

د لبنان د روغتیا وزارت نن شنبه ( د کب ۲۳مه) ویلي چې پر یوه روغتیایي مرکز د اسراییل په هوایي برید کې ۱۲ روغتیایي کارکوونکي وژل شوي او ۱ بل ټپي شوی دی.برید د لبنان په جنوب کې د اسراییل پولې ته نژدې شوی دی او د وزارت په وینا د پلټنې عملیات روان دي.د " جمعیت صحي اسلامي " په نوم دغه روغتیایي مرکز د ایران له ملاتړه برخمنې حزب اله ډلې پورې اړوند دی.حزب الله یوه سیاسي پوځي ډله ده چې متحده ایالتونه یې ترهګر بولي، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي برخه تورلست کې شامله کړې ده.د اسراییل پوځ وایي، دغه پیښه څیړي.