ru24.pro
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړې؛ایا چین د منځګړي رول لوبوي؟

0

یوشمیرپاکستاني چارواکي وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د کمولو لپاره د چین د منځګړیتوب په مرسته پاکستان پرافغانستان پرهوایي بریدونو لاس نیولی خو د دواړو لورو ترمنځ نښتې بیاهم رواني دي. دا خبره څوپاکستاني چارواکو رویترز خبري آژانس ته کړې ده. چینایي چارواکو هم د کابل او اسلام آباد ترمنځ د شخړو په هواري کې د ډیپلوماتیکو هڅو د تیزیدو خبره تایید کړې ده. دریو پاکستاني چارواکو داهم ویلي چې د تېرې میاشتې په وروستیو کې په پاکستان کې د چین سفیرجیانګ زیدونګ په هغه غونډه کې چې د پاکستان له صدراعظم شهبازشریف سره یې لرله، هغه ته د چین د ولسمشر شي جین پینګ پیغام هم ورساوه چې پکې د جګړې د درولو غوښتنه شوې وه.

د رویترز د راپورله مخې په دې وروستیو ورځو کې هېڅ لوري په افغانستان کې د پاکستان د هوايي بریدونو راپور ندی ورکړی او د ډیورنډ د کرښې په اوږدوکې هم نښتې که څه هم هره ورځ روانې دي خو د پخو پرتله یوڅه کمې شوې دي.

چین ویلي چې د شخړو د پای ته رسولو لپاره له دواړو هېوادونو سره په تماس کې دی، خو د اژانس په وینا د پاکستان د صدراعظم ویاند مشرف زیدي چې مخکې یې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت خبرې ردکړې وي، د پیکینګ د روانو ډیپلوماتیکو هڅو په اړه پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه وکړه.

پاکستاني امنیتي چارواکو چې په راپورکې یې نومونه ندي په ډاګه شوي ویلي چې د افغانستان په وړاندې پوځي عملیات به تر هغه دوام وکړي چې مطلوب هدفونه ترلاسه شي، هغه هدفونه چې د دغو چارواکو په خبره د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې د وسلوالو بریدونو مخنیوی پکې شامل دی.

اسلام‌ اباد د فبرورۍ په ۲۶ پر افغانستان د هوايي بریدونود توجیه کولو لپاره همدا موضوع مطرح کړه خو کابل لکه د تل په څیردا توررد کړ او ویې ویل چې په پاکستان کې وسله ‌وال فعالیتونه د هغه هېواد داخلي ستونزه ده او چاته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان لپاره پرنورو د بریدونو لپاره کارواخلي.

د رویترز د راپورله مخې د چین دا هڅې داسې مهال پیل شوې چې د سیمې نورلوبغاړي لکه قطر، سعودي عربستان او ترکیه چې د تېر کال په اوکتوبرکې یې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د شخړو د پای ته رسولو لپاره د خبرو کوربه توب کړی و، پرایران د امریکا او اسراییل له برید وروسته د منځني ختیځ په روانه جګړه کې ښکېل شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت رویټرز ته په یوه استولي پیغام کې وویل: " د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی د منځګړیتوب د هڅو په لړکې د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کوي او په دواړو هیوادونو کې د چین سفارتونه هم له اړوندو لورو سره له نږدې په اړیکه کې دي."

په پیغام کې دغه راز ویل شوي: "تر ټولو عاجله دنده دا ده چې شخړې نورې پراخې نه شي او دواړه هېوادونه ژر تر ژره د خبرو مېز ته راوګرځي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت دا هم وویل چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د سې شنبې په ورځ د پاکستان له مرستیال صدراعظم او د بهرنیو چارو له وزیر اسحق ډار سره د ټیلیفون له لارې د روانو شخړو په اړه خبرې وکړې.

په عین حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم وویل چې په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ او د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ د روانې اونۍ په پیل کې په پیل کې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل.

په دې اړه مو چې ایا چین د خپلو ګټو په خاطرهڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړې ودریږي د سیاسي چارود کارپوه او د امریکا په ویسکانسن پوهنتون کې د استاد نجیب آزاد نظر وپوښت.

" په ټوله کې ویلی شو چې چین د خپلو ګټولپاره د خپلو پالیسو د موخو لپاره نه غواړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی لا زیات شي. ځکه چې چین نه یوازې داچې په پاکستان کې پانګونه کړې چې هغه هم ترتاثیرلاندې راغلي بلکې په افغانستان کې یې هم تازه په تازه خپلې اړیکې غزولې دي چې هغه هم تراغیزلاندې راتلی شي. لهذا چین غواړي چې د خپلو ګټو د ساتلو لپاره د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالی پای ومومي."

افغانستان او پاکستان دواړو ویلي چې په دې شخړو کې یې مقابل لوري ته درانه زیانونه اړولي او د مخالف لوري سلګونه سرتېري یې وژلي دي، خو دوی د دغو ادعاوو لپاره هېڅ شواهد نه دي وړاندې کړي. رویټرز هم نه دی توانېدلی چې د دغو ادعاوو راپورونو تایید کړي.

پیکینګ چې له اوږدې مودې راهیسې د اسلام آباد نژدې متحد دی، په پاکستان او افغانستان دواړو کې د کانونو او منرالونو په سکتور کې پراخه پانګونه کړې ده.

په پاکستان کې د چین د څه باندې ۶۵ میلیارد ډالرو پانګونه کې د سړکونو، اورګاډو او نورو پراختیایي پروژو ترڅنګ د چین د یوه کمربند یوې لارې د نوښت ستره پروژه هم شامله ده. د چین د دغې پانګونې هدف دادی چې د ځمکې او سمندرله لارې اروپا او افریقاته سوداګریزې لارې پراخې کړي.

چین که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیژندلی خو په هغه هیواد کې یې د دوی سفیر رسماً منلي او ورسره یې نژدې اړیکی پاللي دي.