چین د تاجکستان لپاره ۹ سرحدي تاسیسات جوړوي
چین به د تاجکستان او افغانستان ترمنځ پر پوله نهه سرحدي تاسیسات جوړ کړي.
د منځنۍ اسیا د کیو این اې خبري اژانس د راپور له مخې، د تاجکستان د پارلمان نن دا موافقه تصویب کړه.
د پارلماني جریدې، صدای مردم د راپور له مخې، د دې پروژې هدف د تاجکستان د سرحدي ځواکونو د تخنیکي او مادي وړتیا پیاوړې کول دي. په دې پروژه کې د داسې ودانیو جوړول شامل دي چې په عصري تجهیزاتو، څارنیزو سیستمونو، مخابراتي وسایلو او انجینري زېربناوو به سمبال وي.
په دې تاسیساتو به، چې په شاوخوا ۱۷ زره مربع متره ساحه کې جوړېږي، نژدې ۴۲۵ میلیونه چینایي یوانه لګېږي. د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې لومړي مرستیال مرادعلي رجب زاده ویلي چې دا بودیجه به د چین د حکومت له خوا په وړیا ډول ورکول کېږي.
