ru24.pro
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

سیف د چیلډرن: د افغانستان او پاکستان جګړې نژدې ۷۰زره ماشومان له خپلو کورونو وتلو ته اړ کړي

0

د ماشومانو د ژغورنۍ سازمان (سیف ده چلډرن) ویلي، د پاکستان او د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان ترمنځ د تاوتریخوالي او نښتو له امله د افغانستان په ختيځ کې لږ ترلږه ۶۸ زره ماشومان له خپلو کورونو نه وتلو ته اړ شوي دي.

دغه سازمان تازه چهار شنبه د (حوت۲۰ مه) په خپله اېکس پاڼه په یو راپور کې ویلي، دغه شان د روان تاوتریخوالي او د دوی د بشري مرستو په فعالیتونو کې د خنډونو له امله نږدې ۱۳۴ زره کسان له مهمو روغتیايي، تغذیوي او د ماشومانو د ساتنې د زده کړو له پروګرامونو بې برخې شوي هم دي.

په راپور کې راغلي دي چې د سلګونو درسي ټولګیو او موقتي تعلیمي مرکزونو د فعالیتونو د ځنډ له امله له ۸ زرو څخه زیات ماشومان چې د سیف ده چلډرن او د دوی د شریکانو له لوري یې ملاتړ کېده دا مهال ښوونځیو ته له تګ پاتې دي.

سیف ده چلډرن خبرداری ورکړی چې ماشومان په جدي ډول د ساتنې ملاتړ او رواني–ټولنیزو مرستو ته اړتیا لري او د امنیتي اندېښنو له امله د ماشومانو ځینې د پاملرنې مرکزونه هم د لنډ وخت لپاره تړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دوه ورځني نسبي ارامۍ وروسته سې شنبه د حوت ۱۹مه د ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې یو وار بیا د سختو نښتو راپورونه ورکول شوي دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت په یو غږیز بیان کې چې طالبانو ته نږدې رسنۍ حریت راډيو چهارشنبه د حوت ۲۰ مه په خپل ایکس پاڼه خپور کړی ادعا کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په خوست، پکتیکا، پکتیا او نورستان کې پاکستاني ځواکونو ولسي کورونه په نښه کړي.

"په تېرو څلرویشت ساعتونو کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پکتیا د پټان ولسوالۍ په کوټ کلي کې د ولسي خلکو په کورونو د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله درې تنه شهیدان شوي او درې نور ټپیان شوي دي."

هغه دغه راز ویلي چې د خوست په ځاځي میدان سیمه کې د پاکستاني ځواکونو د هوانونو د لګېدو له امله یو ملکي کس ټپي شوی او د پکتیکا په برمل او د نورستان په کامدیش ولسوالیو هم د پاکستاني ځواکونو د توغندیزو او ډیسي توپ په بریدونو کې د خلکو کورنه زیانمن شوي دي.

د پاکستان حکومت که څه هم د دې تازه نښتو په اړه څه نه دي ویلي خو دولتي راډيو ټلویزیون یې "پي ټي وي" د هغه هیواد د امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد خپلو حملو ته دوام ورکوي.

"پي ټي وي" چهارشنبه د حوت ۲۰مه په خپل راپور کې چې په ایکس پاڼه یې خپور شوی ادعا کړې چې د دې هیواد امنیتي ځواکونو تازه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو پوستې په نښه کړي دي.

ازادي راډیو په خپلواک ډول د هیڅ لوري ادعاوې هم نه شی تایدولای.

خو دا ادعاوې داسې مهال دي چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو په وزارت کې یو شمیر سرچینو ازادي راډیو ته ویلي، چې د مولانا فضل‌الرحمان خلیل په مشرۍ د پاکستان یو درې کسیز پلاوی کابل ته ورغلی دی.

سرچینو ویلي په دې پلاوي کې مولانا عبدالله شاه مظهر او مولانا سجاد عثمان هم شامل دي او دې لپاره افغانستان ته تللي چې د اختلافونو د حل او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د وروستیو کړکېچونو د کمولو لارې چارې وڅېړي.

خو ډان پاکستانۍ ورځپاڼې د هغه هیواد د چارواکو له قوله دغه راپورونه رد کړي دي.

د ماشومانو د ژرغورنۍ سازمان سیف ده چلډرن بیا په خپله راپور کې ویلي دي چې د فبرورۍ له ۲۶ مې راورسته د دغه نښتو له امله ډیری زیانمن شوي ښځې او ماشومان دي.

په همدې حال کې یو شمېر زیانمن کسان وايي د سختو نښتو له امله له خپلو سیمو راوتلي او اوس مهال په نورو سیمو کې تر شنه اسمان لاندې د مرستو په تمه وخت تېروي.

د پکتیا ولایت یوه اوسېدونکي د نوم د نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه یو وار بیا ډریورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې سختې نښتې روانې وې:

"بیګاه د پاکستان ظالم پوځ بیا مرمۍ راوتوغولې، په یو کور کې ملکي کسان شهیدان شوي دي، دوی همیشه زموږ بې ګناه ولسي وګړو شهیدانوي، بیګاه موږ روژه ماتې په ګډوډۍ سره وکړو، ډېر سخت وضعیت وو، له کورونو راوتلی یو."

د دغه نښتو له امله د نورستان د کامدیش نه د کونړ مرکز ته یو بې ځایه شوي کډوال محمد نور هم ازادي راډيو ته وویل، "پاکستان په موږ وحشت پیل کړی دی، توپونه وروي، الوتکو هوايي حملې وکړې، او دا وضعیت همداسې روان دی، ماشومان شهیدان شو، ظلم همداسې روان دی، بشپړ کلي بې ځایه شوي دي، کورونه وران شوي دي، جوماتونه ړنګ شوي دي، دلته ځای په ځای بې ځایه شوي پراته دي، له غازي اباد رانیولی تر چغسرای پورې سیمې له خلکو ډکې دي، ماشومان، میرمنې بارانونو ته له سرپنا پرته اوسیږي، نه خیمه شته نه ترپال شته هیڅ نشته."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ یو این ایچ سي ار د حوت په ۱۵ ویلي وو چې د نښتو او تاوتریخوالي له امله کرښې ته د نږدې سیمو وضعیت کړکیچن او د بې ځایه شویو کسانو شمېر په بې سارې ډول زیات شوی دی.

دغه ادارې ویلي وو چې د نښتو له پیله د مارچ تر ۵ مې ۱۱۵ زره کسان په افغانستان او ۳ زره نور په پاکستان کې بې ځایه شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د تېرې فبرورۍ په ۲۶مه سختې نښتې وروسته له هغې پیل شوې چې له دې څلور ورځې مخکې پاکستان په ننګرهار او پکتیکا کې په ملکي خلکو هوايي حملې وکړې او ادعا یې وکړه چې دغلته یې د تحریک طالبان پاکستان او داعش خراسان څانګې مرکزونه په نښه کړي دي.

خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما هغه مهال ویلي وو چې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ په دې حمله کې ۱۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.