ایرانیو فوټبالرانو په اسټرالیا کې پناه غوښتې ده
د ایران د فوټبال هغو پینځو لوبغاړو له اسټرالیايي حکومته پناه غوښتې ده چې په وروستیو کې یې د اسیا جام سیالیو پر مهال د خپل هېواد ملي سرود یا ترانې له ویلو انکار وکړ. هغه لوبغاړې د خپل ژوند په اړه اندېښمنې دي او نه غواړي هېواد ته ستنې شي. په همدې حال کې نړیوالې رسنۍ وايي، اسټرالیا هغو نجونو ته ویزې ورکړې دي. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې او اې اېف پي له ویډيوګانو جوړ رپورټ وګورئ.
