ټرمپ وايي، که ایران هرمز تنګی بند کړی، شل برابره سخت ګوزار به پرې وکړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د دوشنبې په ورځ په سوشل ټروت کې ولیکل:
«که ایران په هرمز تنګي کې د تېلو د صادراتو مخه ونیسي، متحد ایالتونه به پر هغوی داسې ګوزار وکړي چې د هغه څه به شل چنده سخت وي چې تر اوسه یې تجربه کړی دی.»
ټرمپ د ایران له لوري د داسې اقدام په اړه خبرداری هم ورکړ او ویې ویل:
«سربېره پر دې، موږ به هغه هدفونه له منځه یوسو چې په اسانه له منځه وړل کېدای شي؛ داسې هدفونه چې د ایران بیا رغونه د یو ملت په توګه په عملي ډول ناممکنه کړي. مرګ، اور او قهر به پرې واکمن شي — خو هیله لرم او دعا کوم چې داسې څه ونه شي.»
بلخوا د تهران او د البرز ولایت د اوسېدونکو له لوري رسېدلي راپورونه ښيي چې د دوشنبې په ماښام او د سېشنبې د سهار (د حوت ۱۹مه) په لړ کې د امریکا او اسرائیل له خوا د ایران پر ځینو سیمو د هوايي بریدونو نوې څپه پیل شوې ده. د دې بریدونو په ترڅ کې په تهران، کرج او شاوخوا سیمو کې د جنګي الوتکو د الوتنې او ګڼو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د ټولنیزو شبکو د راپورونو له مخې، د عیني شاهدانو په وینا د شپې په دوولس بجې او ۱۰ دقیقې د تهران په بېلابېلو سیمو لکه تهرانسر، کوهک، میرداماد، سیدخندان، نارمک، مجیدیه، اکباتان، ستارخان، قیطریه، فرمانیه او جردن کې د چاودنو پرلهپسې غږونه اورېدل شوي دي. ځینو اوسېدونکو د ودانیو د سختې رپېدنې او د ټیټې ارتفاع په کچه د جنګي الوتکو د الوتنې خبر هم ورکړی دی.
همداراز د مهرآباد هوايي ډګر ته نژدې او د تهران په شمال ختیځ او لوېدیځ کې د څو نورو چاودنو راپورونه هم خپاره شوي دي.
